روسیې په چیچین کې د ''القاعدې'' مشر وژلی

د عکس سرچینه، AP
د روسیې امنيتي ځواکونو په چیچین کې د القاعدې د مشر د وژلو خبر ورکړی.
روسیه وايي چې د القاعدې دغه مشر چې د سعودي اوسېدونکی دی، په مسلمان مېشتي قفاز کې وژل شوی دی.
د روسیې د ترهګرۍ ضد کمېسیون ویلي د تېرې پنجشنبې پرورځ روسي امنيتي ځواکونو د چیچین به ختيځ شالي سیمه کې د یوه سعودي وګړي په ګډون درې یاغیان ووژل.
سرچینه زیاتوي ''پلټنو وښوده چې یو وژل شوی یاغي مهند نومېده، چې د ترهګرۍ د نړیوالې شبکې القاعدې استازی و.''
د سرچینې د مالوماتو په حواله، مهند د تېرو څو کلونو پرمهال په روسیه کې د ځانمرګو بریدونو طراح او د ځانمرګو په روزنه کې یې زیات رول درلود.
د ترهګرۍ ضد کمېسیون ویلي ''مهند د قفاز د مشر دوکو عمروف، چې یاغیان اداره کوي، سیال و.''
د تېر مارچ په وروستیو کې ګڼو خبري رسنیو د پولیسو په حواله ویلي ول چې عمروف چې په ابو عثمان یې شهرت درلود، په چیچین کې د ازادۍ له لومړۍ جګړې راهیسې (۱۹۹۶-۱۹۹۴) له روسي ځواکونو سره جنګېده، د انګوشیا په عملیاتو کې له خپلو ۱۷ یا ۱۹ یاغیانو سره ووژل شو.
د عمروف د وژل کېدو خبر څو ځلې خپور شو، خو په رسمي توګه دا خبر نه دی تایید وی، خو ښاغلي عمروف د اپرېل پر اتمه د اروپا له ازادې رادیو سره له شمالي قفازه په یوه تیلې فوني مرکه خې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی و.

هغه په خپلو خبرو کې د نویو بریدونو ګواش کړی و، چې په وینا یې روسیه به ''هېڅ ډول تړون'' ته پرېنږدي.
عمروف په عملیاتو کې د خپل سلف عبدالخالد سعیدوو لاییف تر وژل کېدا وروسته د ۲۰۰۶ په جولای کې د جلا شوي چیچین مشر وټاکل شو، او د روسي ضد یاغیتوب مشري یې واخیسته.
خو دغه سخت دريځي اسلام پاله د ۲۰۰۷ په اکتوبر کې خپل ځان ''د قفاز د اسلامي امارت'' د مشر په توګه اعلان کړ، چې چیچین یې یو ایالت بلل کېږي.
له ۲۰۰۴ راهیسې، پر چیچین روسي پلوی مشر رمضان قادیروف واکمني کوي چې په سیمه کې د یاغیتوب د ختمولو او ددغه جمهوریت د ارامۍ ژمنه یې کړې وه.





















