اوباما د ایران د تېلو په صادراتو د بندیز هرکلی وکړ

ايران داروپايي اتحاديې له لوري د تېلو پر صادراتو د بنديز لگول يو ناعادلانه او تبيلغاتي گام بللى، خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما بيا د اروپايي اتحاديې ددې ګام هرکلی کړی دی.
اروپايي اتحاديې څنگه چې خپله وايي د ايران پرضد سخت او بېساری گام پورته کړى دى.
اتحاديې د ايران د تېلو پر صادراتو بنديز ولگاوه او د ايران د مرکزي بانک شتمنۍ يې کنگل کړې.
اروپايي اتحاديه په ورځ کې ٦٠٠٠٠٠ بېلره تېل له ايران رانيسي، چې دا دايران د صادراتو ۲۰ سلنه جوړوي.
د ايران د خامو تېلو د رانيولو لپاره د نو يو قراردونو کول، په سملاسي ډول درول کېږي، خو په دې برخه کې مخکيني قراردادونه به د جولاى تر مياشتې پورې دوام کوي چې د يونان په څېر هېوادونو ته چې ډېره تکيه يې پر ايراني تېلو ده، ډېر وخت ورکړل شي، چې د تېلو د اکمالاتو نورې سرچينې ومومي.
د مسالې پراهميت د ټينگار په موخه، د برتانيا لومړي وزير ډيويډ کاميرون، د جرمني صدر اعظمې انگيلا میرکل، او د فرانسي ولسمشر نيکولاى ساغکوزي يو اعلاميه خپره کړه.
له خلکو سره دښمني
په اعلاميه کې ټينگار شوى، چې دا ايران له خلکو سره دښمني نه ده، بلکې دوى ته د ا د منلو وړ نه ده چې ايران اټومي وسلې جوړې کړي.
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ وويل، د اروپايي اتحاديې له دغې پريکړې خوشاله دى:
"برتانيا د بيسارو بنديزونو د لگولو هڅه کوله ، نوځکه مو پرې موافقه وکړه. زه فکر کوم ، دا ددې مسالې په تړاو د اروپايي اتحاديې او نړيوالې ټولنې هوډ ښيي. او دا د ايران پرضد چې په پرله پسې توگه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه ليکونه تر پښو لاندې کوي او ريښتينې خبرې اترې ردوي، بيخي يو پرځاى کار دى."
د اروپايي اتحاديې مشران هيله لري، چې د ايران د عوايدو د يوازينۍ سرچينې په نښه کولو سره به تهران وهڅول شي، چې د خپل اټومي پروگرام په برخه کې خبرې اترې وکړي.
د اروپايي اتحاديې ددريو هېوادونو مشران وايي تر هغې چې ايران د خبرو اترو ميز ته نه وي ناست، نو دوى به ټول هغه گامونه اوچتوي چې خپل اټومي پروگرام ته د پيسو د موندلو په برخه کې د رژيم وړتيا کمزورې کړي.
د روسیې دریځ
روسيې ويلي دي، دا په ژوره توگه د تېروتنې يوه تگلار ده او دابه وضعه لا ترينگلې کړې.
نوي بنديزونه د غچ اخيستنې خطرونه هم له ځانه سره لري، خو د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الين ژوپي وايي زموږ هدف دادى چې گام په گام د ايران اقتصاد فعاليتونه فلج کړو او زياتوي، تاسې کېداى شي په دې برخه کې شکمن اوسئ ، خو له مخامخې جگړې نه دا غوره ده.





















