هند کې پاکستاني بريدگر خپله محاکمه سمه نه بولي

د هند په ممبۍ ښار کې د ٢٠٠٨ کال د بريد يوازينى ژوندى پاتې شوى بريدگر اجمل قصاب د هند سترې محکمې ته اپيل کړى چې د اعدام سزا يې بيرته وگرځوي.
محمد اجمل قصاب چې ٢٤ کلن او د پاکستان اوسيدونکى دى ، وايي محاکمه يې عادلانه نه وه او څارنوالانو خپله قضيه نه وه ثابته کړې.
اجمل قصاب د ٢٠١٠ کال د مۍ په مياشت کې د قتل او نورو جرمونو په تور په اعدام محکوم شو.
د ٢٠١١ کال په فبروري کې د دۀ اول اپيل رد شو.
د ممبۍ په بريد کې ١٦٥ کسان ووژل شول او نهو بريدگرو هم ساه ورکړه.
اجمل قصاب په ټپي شوي حالت کې ونيول شو.
د سه شنبه په ورځ( د جنوري ٣١) په نوي ډيلي کې د محکمې له خوا اجمل قصاب ته غوره شوي وکيل راجو رامچندرام په ستره محکمه کې د خپل موکل په استازيتوب بيان ولوست.
سلا مشوره
په هغه کې ويل شوي و:
"زۀ په غلطه تورن وبلل شوم ځکه چې زما محاکمه عادلانه نه وه. ماته د سلا مشورې موقع نه وه راکړل شوې."
" څارنوالانو زما پر ضد قضيه کې داسې څه ثابت نه کړل چې شک دې پرې ونه شي."
" زۀ ښايي د خلکو په وژنې تورن يم او په ترهگر عمل هم پړ يم خو زۀ د دولت پر ضد د جگړې په تور تورن نه يم."
دوه قاضيان دې قضيې ته غوږ دي.
که د اجمل قصاب دا خواست هم ونه منل شي نو په وروستي ځل د هند ولسمشر ته د بخښنې خواست کولى شي.
څارنوالانو خبري اژانسونو ته وويل دوى اجمل قصاب ته د اعدام سزا غواړي.
څارنوال اوجاول نيکام وويل:
تر ټولو کم سارى
" دا د کم سارو قضيو په ډله کې هم تر ټولو کم سارى دى. دى بايد په هيڅ ډول ونه بخښل شي."
په هند کې د اعدام سزا ديره کمه ده او په ډيرو پېښو کې په عمر قيد بدليږي.
د ٢٠٠٨ کال د نومبر په ٢٦ مه نېټه د ممبۍ په ښار کې هوټلونه، د اورگاډي تم ځاى او د يهودانو يو مرکز تر ٦٠ ساعتونو پورې وسله والو کسانو کلابنده کړى وو.
اجمل قصاب او د دۀ يوۀ بل ملگري د اورگاډي په تمځاى بريد وکړ چې ٥٢ کسان پکې ووژل شول.
هند پر پاکستان مېشتي لشکر طيبه ډلې د هغۀ بريد پړه واچوله.
په پيل کې پاکستان دا نه منل خو وروسته يې وويل چې هغه بريد تر يوۀ ځايه د دوى په خاوره کې پلان شوى و او دا يې هم ومنل چې اجمل قصاب پاکستانى دى.





















