اسد وايي هېواد یې په یوه ریښتونې جګړه کېوتی

سوریه
د عکس تشریح، مخالفين د دمشق په شمال ختيځو څنډو کې د خپلې ولکې پر سيمو د حکومتي بمباريو له لاسه د نژدې څلوېښتو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د خپرېدو وخت

د سوريې ولسمشر بشارالاسد د خپلې واکمنۍ خلاف د پاڅون تر پيل نژدې يو نيم کال وروسته ومنله چې هېواد يې په يوه رېښتونې جگړه کېوتى دى.

ښاغلي اسد د خپل حکومت لومړنۍ غونډې ته چې د مې تر ټولټاکنو وروسته رامنځ ته شوى، وينا کوله:

"موږ له هرې خوا په رېښتيا د جگړې په حال کې يو. کله چې په جگړه يو، نو ټولې تگلارې، ټولې خواوې او گرد اړخونه بايد ددې جگړې گټلو ته اړم کړى شي."

په بيروت کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي د ښاغلي اسد له دې دريځه برېښي چې جگړه ورته اوږده برېښي.

په ډگر کې د روانو پېښو اغېز اوس پر ده هم څرگند شوى چې دواړه خواوې په کې پلازمېنې ته څېرمه د خونړيو نښتو خبر ورکوي.

جگړې د هېواد په نورو برخو کې هم روانې دي.

مخالفين د دمشق په شمال ختيځو څنډو کې د خپلې ولکې پر سيمو د حکومتي بمباريو له لاسه د نژدې څلوېښتو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دا هماغه ځاى دى چې حکومتي رسنۍ په کې د هغوى په وينا د سلگونو "وسله والو ترهگرو" د وژل کېدو وايي.

حکومت څو ځلې هڅه کړې چې دغه سيمې پاکې کړي، خو وسله وال ياغيان بېرته، هم دلته او هم نورو سيمو ته، راستانه شوي دي.