مالي کې القاعده پلوو يو ښار ونيوۀ

د عکس سرچینه، s
په افريقايي هېواد مالي کې له القاعدې سره تړلو اسلامپالو ځواکونو په شمال کې د گاو مهم ښار نيولى دى.
د ښار اوسېدونکي وايي اسلامپالو جنگياليو هغه ودانۍ چې د توآرېگ ياغيان په کې پراته وو، ونيولې او توره جنډه يې پرې هسکه کړه.
د دواړو ډلو په نښتو کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي دي.
د شمالي افريقا لپاره د بي بي سي خبريال توماس فېسي په گاونډي سينېگال کې له ډاکار نه رپوټ کې ليکي:
اسلامپالو جنگياليو يو ځل بيا د شمال په پراخه سيمه کې د توآرېگو په مشرۍ پر خپلو همکارانو بر لاسى موندلى دى.
تر څو اوونيو کړکېچنۍ کرارۍ او تر هغه وروسته چې د گډې ټلوالې د جوړولو چاره بريالۍ نه شوه، د توآرېگو په مشرۍ د MNLA جنگيالي هغو اورپکو له ښاره وشړل چې د شريعت جاري کول غواړي.
د چارشنبې پر سهار ( د جون ٢٧)د دواړو سيالو ډلو ترمنځ سخته جگړه ونښته چې ورسره خلک اړ شول کرۍ ورځ له کورو ونه وځي.
په گاو کې د روغتون يوه ډاکټر پر ټېلېفون وويل برېښي داسې چې ډېرى وژل شوي او ټپيان وسله وال وو، خو يو شمېر ولسي وگړي هم په جگړو کې راگېر شوي دي.
دغه ډاکټر وويل چې دوه ولسي وگړي له خپلو ټپونو مړه شول.
ويل کېږي چې د ښار په نورو سيمو کې هم مړي ليدل شوي دي.





















