''مالي کې د زیارتونو ویجاړول جنګي جنایت دی''

د عکس سرچینه، x
د جرمونو د نړیوالې محکمې يا آى سي سي مشر څارنوال فاتو بنسودا ويلي د مالي په تېمبوکتو تاريخي ښار کې د اسلامپالو له لوري د اسلامي زيارتونو ويجاړېدنه جنگي جنايت دى.
ښاغلي بنسودا له يوۀ فرانسوي خبري آژانس سره په خبرو کې خبردارى ورکړ چې د زيارتونو ويجاړونکي به د عدالت منگولو ته وسپارل شي.
په تېمبوکتو کې پر زيارتونو بريدونه تېره شنبه د انصار الدين په نامه د يوې اسلامپالې ډلې له خوا پيل شول او تر اوسه لږ تر لږه اووه زيارتونه ويجاړشوي.
د مالي حکومت د نړيوالې مرستې غوښتنه کړې.
د دغه هېواد د کلتور وزير بي بي سي ته وويل د مالي دود او کلتور له گواښ سره مخامخ دي:
"هغوى زموږ پر کلتوري ارزښتونو، زيارتونو، څلو او هر هغه څه بريد کوي چې د تېمبوکتو ښار د کرکټر او ځانگړتيا ښودنه کوي. دغه ښار يوه کلتوري شتمني ده چې د يونیسکو له خوا نړيوال کلتوري ميراث نومول شوى. په دې ښار کې د ٣٣٣ وليانو زيارتونه دي.
اسلامپالي دغه زيارتونه نا اسلامي گڼي، خو د مالي د کلتور وزير ادعا کوي چې د اسلام دغه راز تعبير د مالي ولس ته پردى دى:
"دوى ترهگر دي، داسې خلک دي چې نه عقيده لري او نه هم اصول، دوى له اسلام نه د يوۀ ناسم تعبير په نامه په لوى لاس دغه شتمنۍ له مېنځه وړي.
د مالي چارواکي وايي که د انصار الدين ډلې پورې د تړلو تندلارو اورپکو مخه و نه نيول شي نو د هغوى بريدونه به نو رو هيوادونو ته هم وغځېږي.





















