په دمشق او حلب کې جګړو زور اخيستی دی

حکومت وايي په دمشق کې بله هغه سيمه لاندې کړې چې وړاندې مخالفينو نيولې وه.
د عکس تشریح، حکومت وايي په دمشق کې بله هغه سيمه لاندې کړې چې وړاندې مخالفينو نيولې وه.
د خپرېدو وخت

د راپورونو له مخې د سوريې حکومتي ځواکونو دمشق ته څېرمه د برزه په سيمه يرغل وروړی دی.

د حکومت مخالفين او عيني شاهدان وايي څرخکې له پاسه پر ځمکه هدفونه ولي او ټانکونه او زغره وال ځواکونه د ځمکې له لارې دغې سيمې ته داخل شوي دي.

په پلازمېنه دمشق کې حکومتي ځواکونو اعلان کړی د ښار بله هغه سيمه يې هم لاندې کړې چې څو ورځې وړاندې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې لوېدلې وه.

د سوريې حکومتي تلويزيون هغه تصويرونه ښوولي چې دوی يې د (ترهګرو ډلو) غړي بولي او دغه راز يې هغه مهمات هم ښوولي چې وايي له مخالفينو يې نيولي دي.

د بي بي سي یو خبریال وايي د ولسمشر اسد تر قومندې لاندې ځواکونو لا تر اوسه د پلازمېنې دمشق بشپړ کنټرول نه دی ترلاسه کړی.

د حکومت مخالفين وايي پوځ د يو شمېر سيمو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له کېدونکي هوايي بمبار وړاندې خپل کورونه پرېږدي.

د حکومت مخالفين وايي د حماه او ديرالزور په ښارونو کې هم جګړې شوي او د سوريې په دويم لوی ښار حلب کې حکومتي ځواکونه او د ازادې سوريې جنګیالي سره لاس په لاس دي.

حلب د لاريونونو او مظاهرو په تېرو ۱۶ مياشتو کې د سوريې ارام ښار بلل کېده، خو د راپورونو له مخې په وروستيو ورځو کې د سختو نښتو شاهد دی.

مخالفين وايي څو نور واړه ښارونه چې د حلب او ترکيې د پولې ترمنځ دي او د سوريې په لويديځ کې پراته دي د حکومتي ځواکونو تر بريدونو لاندې راغلي دي.

د سوري حکومت يوې مخالفې ډلې چې په سوريه کې دننه فعاليت کوي اعلان کړی چې تېره ورځ ( شنبه، ۲۲ جولای) په حلب کې د جګړو پر مهال ۱۸ کسه وژل شوي دی.

دغې ډلې په ټوله سوريه کې په همدې ورځ د ۱۳۰ کسانو د وژل کېدو راپور وکړی چې وايي ۳۴ يې په حمص او ۲۸ د دمشق په شاوخوا کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې په دمشق او حلب کې د څو ورځنيو جګړو په پايله کې زرګونه کسانو له دغو دوو ښارونو پښې سپکې کړې دی.