د وتلي سياستوال محمد شطح د جنازې مراسم

په لبنان کې نن د دغه هېواد د يوه وتلي سیاستوال محمد شطح جنازه کېږي، چې په پلازمېنې بيروت کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.
دغه بمي برید د پارلمان او نورو دولتي ودانیو په خوا کې شوی دی.
په امریکا کې د لبنان پخوانی سفیر او د اقصاد پخوانی وزیر محمد شطح د جمعې په ورځ له شپږو نورو کسان سره یو ځای ووژل شو.
د نوموړي پلویانو په غیر مستقیم ډول د سوریې حکومت او د هغه لبناني ملاتړي د دغې وژنې مسوول بللي دي.
خو دواړو لورو په دغه وژنه کې لاس درلودل رد کړي دي.
د محمد شطح ملګرو په جنازه کې له خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.
محمد شطح د مخالف ګوند یو رهبر او د پخواني لومړي وزیر سعدالحریري سلاکار و.
په ګاونډي هېواد سوریه کې د روانې جګړې پایله کې لبنان هم له فرقه ییز تاوتریخوالي سره مخامخ دی او تر اوسه پورې یو شمېر بریدونه په کې شوي دي.
د لبنان یو شمېر سني مسلمانان سوریه کې له حکومت مخالفو یاغیانو سره یو ځای شوي او د یاغیانو یو شمېر ډلې القاعده پورې تړلي د.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد د شیعه ګانو د علوي فرقې اړوند دی او د همدې لپاره د لبنان حزب الله ډلې یو شمېر جنګیالي د سوري حکومت ملاتړ لپاره سوریې ته لېږلي دي.
ایران د حزب الله ملاتړی دی او تېره میاشت بېروت کې د دغه هېواد پر سفارت برید شوی.
د روانې میاشتې اوږدو کې بېروت ته څېرمه د حزب الله یو لوړپوړی قومندان ووژل شو.





















