ایران په موقتي ډول خپل اتومي پروګرام بندوي

ایران د نومبر په میاشت کې له لویدیځو هېوادونو سره موافقه وکړه چې په موقتي ډول به خپل اتومي پروګرام ودروي.
د عکس تشریح، ایران د نومبر په میاشت کې له لویدیځو هېوادونو سره موافقه وکړه چې په موقتي ډول به خپل اتومي پروګرام ودروي.
د خپرېدو وخت

دا بېسارې موافقه په تېر نومبر کې تر لاسه شوې وه او موخه يې داوه چې د ايران د اټومي پروگرام تر ټولو ناندره ييزې برخې پر دغه هېواد د ځينو بدنيزونو د ځنډېدو په بدل کې راکابو شي.

ولسمشر اوباما دا وروستۍ موافقه مهمه بللې او هرکلى يې کړى دى.

د بهرنيو چارو وزير يې- جان کيري هم دا هوکړه ارزښتناکه او حساسه بولي چې د اوس لپاره دايران اټومي پروگرام درولى شي:

"له دغې نېټې- د جنورۍ له شلمې نه به په نژدې يوه لسيزه کې د لومړي ځل لپاره د ايران اټومي پروگرام نور پرمخ نه ځي او په حقيقت کې به په ځينو برخو کې په څټ گرځول کېږي. په همدغه وخت کې به موږ هم د ايران پر اټومي پروگرام د نړيوالې اندېښنې د لېرې کولو لپاره پر يوې هر اړخيزې موافقې خبرې پيلوو. "

ناندرۍ د ايران له خوا د يورانيمو پر پخولو دي چې وايي د انرژۍ د توليد لپاره سونتوکي چمتو کوي، خو ورسره ورسره د اټومي بم خواته هم لار پرانيزي.

ايران اوس منلې چې د پخولو يا غني کولو دغه بهير ودروي او آن ځينې خورا ډېر غني شوي يا پاخه شوي مواد د باور د گټلو په هيله په راتلونکو شپږو مياشتو کې بېرته ټيټې کچې ته وغورځوي. تهران هيله من دى چې په دې سره د سختېدونکو بنديزونو اغېز راکم کړي.

د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عرقچي وويل د تړون له پلي کېدو سره سم بايد په بنديزونو کې هم پوستوالى راشي:

" ټول اقدامات به هم مهاله وي او هغه څه چې په ژنيو کې پرې دواړو خواوو موافقه کړې، د ټولو پلي کېدل به د جنورۍ له شلمې پيلېږي. د بنديزونو ځنډول به چې دوى يې ژمنه کړې، که خداى کول د جنورۍ له شلمې عملي شي."

ولسمشر اوباما وويل ښه پوهېږي چې يوه هر اړخيز حل ته رسېدل به لا هم څومره گران وي.

ددې نوې موافقې د تاييد پر مهال چې په يوه اوونۍ کې پلې کېږي، د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين آشټن وويل چې د ملگرو ملتو د اټومي څار ادارې - IAEA څخه به وغوښتل شي چې د اټومي څارنې او تصديق چارې يې پر غاړه واخلي.