'قطر کې له ۵۰۰ زيات هندي کارګران مړه شوي'

د عکس سرچینه، none
د یوې برتانوۍ ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې قطر کې د ۲۰۱۲ کال له پیله راهیسې نژدې ۵۰۰ هندي کارګر وژل شوي دي.
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې په قطر کې د هند سفارت ورکړای شوې شمېرې تایید کړي دي.
خو راپور وايي سفارت د دغو کارګرو د مړينې د لاملونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.
قطر کې د کار وزارت چارواکي وايي دغو شمېرو کې ښايي د سړکونو پر سر او د کار ځایونو پېښو کې د وژل شویو شمېرې هم شاملې وي.
دوی وايي ممکمن په دغو شمېر کې دغه راز د طبیعي مړینو شمېرې هم ورګډې وي.
داسې باور کېږي، چې ډېری مړینې د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د بیارغونې پروژو په ځایونو کې رامنځ ته شوې دي.
دغه سیالۍ به په ۲۰۲۲ کال کې قطر کې تر سره کېږي.
د دې مياشتې په لومړيو کې داسې راپورنه ورکول کېدل، چې په تېر يوه کال کې په قطر کې د کار په تړاو ۱۸۵ نيپاليان مړه شوي دي.
د فوټبال نړيوالې شورا له قطر نه غوښتي چې د کارګرو په ژوند کې ښه والی راولي او په وروستيو کې د کارګو ټولنو د مزدورانو د حقونو لپاره مقررات هم ټاکلي و.
د فرانسې خبري اژانس د قطر د بشري حقونو د يوې کمېټې د مشر علي بن سميخ المري له قوله ويلي، په هغه اندازه چې هندي کارګر دغلته مېشت دي، د۴۵۰ کسانو مړينه عادي خبره ده.
په قطر کې د بهرنيو اوسېدونکو په لړ کې تر ټولو زيات هنديان دي او دغلته شاوخوا ۵۰۰زره هندي وګړي اوسېږي.
دغه شمېره د قطر د اصلي اوسېدونکو دوه برابره ده.
د هندي سفارت د شمېر له مخې په قطر کې هره مياشت ۲۰ هنديان د بېلابېلو لاملونو له امله مړه کېږي.





















