د لبنان پلازمېنې بېروت کې چاودنې ۲ کسه وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د خپرېدو وخت
د لبنان په سويل کې په يوه شيعه مېشته سيمه کې د ايران له فرهنګي مرکز سره نژدې چاودنه شوې ده.
د اسوشيېټېد پرس خبري اژانس وايي په دغه چاودنه کې دوه کسه وژل شوي دي.
چاودنه د بيرحسن په سيمه کې شوې، چې د حزب الله له مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
د ايران اسلامي جمهوري اژانس هم له بيروته راپور ورکړی چې چاودنه د دوی د دفتر مخې ته شوې ده.
په بيروت کې د امريکا سفارت دغه چاودنه غندلې ده.
اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کويت سفارت سره نژدې د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.
په وروستيو مياشتو کې د سوريې د کورني کړکېچ په تړاو په لبنان کې څو چاودنې شوي دي.
څو مياشتې وړاندې په لبنان کې په يوه چاودنه کې د ايران د فرهنګي مرکز يو دپلومات ووژل شو.





















