''لويديځ بايد اسلامي سخت دريځۍ ته پام وکړي''

د عکس سرچینه، AFP
د برتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر خبرداری ورکړی، چې لوېدیځ باید د اسلامي سخت دریځۍ ګواښ ته پام وکړي.
ښاغلی بلير به نن په لندن کې په یوې وینا کې هم په دې خبره ټینګار وکړي، چې د منځني ختیځ وضعیت د یویشتمي پېړۍ په سر کې د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی.
دی د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، روسیې او امریکا ځانګړی استازی دی.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د هغو کسانو چې د منځني ختیځ په اړه پراخ بنسټه او نوی نظر لري او د هغوی ترمنځ چې یوه تنګ نظرې تګلاره پرې تپل غواړي، یوه څرګنده مبارزه روانه ده.
ښاغلی بلير وايي:''زما نظر دای دی چې په سیمه کې د روڼ اندو او تنګ نظرو تر منځ روانه مبارزه کې باید موږ یو اړخ ونیسو. یوه ډله د سیمې په اړه نوې منځلارې نظریه لري او بله د مذهبي تاوتریخوالي پر بنسټ پر مخ تلل غواړي. زموږ ګټه په دې کې ده، چې د پراخ نظر او نوې تګلارې خلک بریالي شي''.
ټوني بلير په خپله وينا کې له دې سره موافقه ښوولی چې د منځني ختيځ يا اسلامي هېوادونو سره اړيکي خپله بيه لري او په خبره يې په هغو سيمو کې چې ژمنې نه وي د دې مانا نه لري چې هلته خطر نه شته.
د ده مرستيال ويلي د ښاغلي بلير د خبرو موخه د انقلاب رابلل نه دي، بلکې د ده هدف د دې خبرې منل دي چې لويديځ په روان کړکېچ کې ځان ګوښی نه شي ساتلی.
دی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ټوني بلير په مصر کې د اخوان المسلمين د ولسواک هېواد د چپه کېدو په تړاو د مصري پوځ ملاتړ کړی و.





















