جفنا ټاپو کې د تامېليانو دفتر کلابند شوی

د عکس سرچینه، AFP
د سريلنکا په شمال جفنا ښار کې سرتېرو د دغه هېواد د تامېليانو د اصلي گوند دفتر کلابند کړى او هڅه کوي د هغو مراسمو مخنيوى وکړي چې په کورنۍ جگړه کې د وژلو شويو تامېليانو په ياد جوړېږي.
د سريلنکا د تاميل او سنهاليانو ترمنځ کورنۍ جگړه له نن نه پنځه کاله مخکې ختمه شوه.
رپوټونه وايي په ټوله سيمه کې امنيتي ځواکونه په پراخه کچه ځاى پرځاى شوي دي.
خو بيا لېرې د دغه ټاپو په بله څنډه کې ولسمشر مهېندا راجا پاکسا د يوۀ لوى پوځي پرېټ کتنه وکړه.
هغه وويل په جگړه کې بري سرېلنکا ته سوله او ثبات راوست.
د بي بي سي خبریال چالز هفېلنډ په خپل رپوټ کې وايي د دې پر ځای چې تامېلیان د لسګونه زره وژل شویو په یاد شمعو رښانه کولو ته پرېښودل شي حکومت چې سنهالیان په کې ډېر واک لري د جفنا په ټاپو کې خلک د لمانځنې له غونډو منع کوي.
جفنا ټاپوزمه د جګړې له پخوانیو سیمو تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ده.
د پوليسو موټرو د تامیل ملت پاله اتحاد دفتر کلابند کړى دى.
دې ډلې غوښتل چې سهار وختي د وژل شویو په ياد شمع بلې کړي.
په غير عادي ډول لوى شمېر پوځيان په لارو کوڅو کې د گزمې په حال کې دي.
دوى د ښار د عبادت ځايونو څارنه کوي او د جفنا لوى عبادت ځاى ته د تگ او راتگ لارې يې بندې کړې ځکه چې هلته يوه بله غونډه پلان شوې ده.
جفنا کې د شخړې په خونړي پای کې ګڼ شمېر تامېليانو خپل ژوند له لاسه ورکړ خو حکومت وايي اکثره وژل شوي د تامل پړانگانو د ډلې غړي وو.
د بري کالني مارش ته د وينا پر مهال ولسمشر مهېندا راجا پاکسا تور ولگولو چې شمال کې څوک هم نه غواړي هغه کسان ياد کړي چې د تامل پړانگانو له خوا وژل شوي.
ده وويل وسله والو په تېر کې د سريلنکا سلگونه کوچنيان په هغه څېر تښتولي لکه چې نن په نايجيريا کې تښتول شوي دي.
خو ده ټینګار درلود چې د مهمو پرېکړو لپاره يو والى اړين دى.





















