د ګوګل نوې تري ډي اله

د عکس سرچینه، Google
رپوټونو کې ویل شوي، ګوګل کمپنۍ پر یوه داسې ټابلیټ کمپیوټر کار کوی، چې د درې اړخیزه یا تري ډي انځور اخیستو وړتیا به ولري.
والسټریټ ژورنال د ګوګل نژدې سرچینو له قوله ویلی، چې راتلونکې میاشت به دغه ډول څلور زره کمپیوټرونه ورغول شي.
د دغه ټابلیټ کمپیوټر په شاتنۍ برخه کې به دوې کامېرې ځای پر ځای شي، چې پکې به د انځور اخیستو تر ټولو نوي سوفټویرونه لګول شوي وي.
دغه ټابلیټ به په راتلونکي ډیولپر کنفرانس کې نندارې ته وړاندې شي.
د ګوګل په وینا دوی د اوازو او وړاندوینو په باب هېڅ نه وايي.
ټینګو پلان
د روان کال په مارچ کې ګوګل په خپل ټینګو پلان کې لاسي ډیواسونو کې د تري ډي تکنالوژۍ وړاندې کولو یوه بېلګه وښودله.
دغه تکنالوژي کې د انفراریډ سینسر له لارې د شاوخوا بر او اوږدوالي کچې معلومولو وړتیا شته.
د یوې کوچنۍ الې له لارې د تهري ډي انځورونو اخیستل د تکنالوژۍ یو لوی کمال بلل کېږي.
د والسټریټ ژورنال په وینا تري ډي ټابلیټ به د ګوګل په کلني پرمختیايي کنفرانس کې نندارې ته وړاندې شي.
له دې مخکې، چې دغه نوې اله مشتریانو ته وړاندې شي، ګوګل به هغسې، چې د ګوګل عینکو له چمتو کولو وروسته یې کړي و، نوموړې اله یو شمېر کارپوهانو ته د کاروونې لپاره ورکړله شي.





















