تیراه کې هوايي برید ۱۵ سخت دریځي وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډیورڼد کرښې سره نژدې په تیراه سیمه کې د هوايي بمباریو په پایله کې د لومړیو معلوماتو له مخې ۱۵ سخت دریځي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آی ایس پي آر له خوا د موبایل په یوه لیکل شوي پیغام کې ویل شوي چې د پاکستان جیټ الوتکو د خیبر ایجنسۍ تیراه سیمه کې د سخت دریځو ځای په نښه کړی او بمبار کړی دی.
ای ایس پي ار په وینا، په بمبارۍ کې د سخت دریځو نور میشت ځایونه هم زیانمن شوي.
د هوايي عملیاتو په درشل کې د وسلو د زیرمو له منځه وړلو ادعا هم شوې.
پوځ دا نه ده واضح کړې چې دا هوايي برید کله وشو او د سخت دریځو کومه ډله يې په نښه کړې وه.
دا برید په داسې حال کې کیږي چې تېره یکشنبې د کراچۍ په نړیوال هوايي ډګر وسله والو ډله ییز برید ګڼ کسان ووژل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان ویلي وو چې په کراچۍ کې پر هوايي ډګر د اورپکو برید دریو الوتکو ته یوڅه زیان اوښتی دی.
رسنیو په دې برید کې د وژل شویو شمېر ۳۶ کسان ښودلی.
د کراچۍ په نړیوال هوايي ډګر له برید نه وروسته تمامه شپه د ژغورنې عملیات روان وو چې د دوشنبې په سهار بیا د عامو خلکو په مخ يې دروازه خلاصه شوه.
خو د سې شنبې په ورځ د هوايي ډګر د ساتنې پر پوځیانو طالبانو بیا برید وکړ.





















