م. م سرمنشي د ايبولا د قابو کولو لپاره د يو ميليارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده

د خپرېدو وخت

د ملگرو ملتونو سرمنشي له ايبولا سره د مبارزې لپاره د يو ميليون ډالرو بسنپې غوښتنه کړې ده.

هغه وويل تراوسه پورې له غوښتل شويو پېسو څخه ي يوازې سل زره ډالريې رسيدلي دي.

د ښاغلي کې مون دغه اپيل تر هغې وروسته راغى چې د روغتيا نړيوال سازمان وويل د ايبولا ناروغۍ د خپريدا د درولو په موخه به خپلې هڅې نورو پنځلسو افريقايي هېوادونو کې متمرکزې کړي .

سازمان وايي په دې يې دغو هېوادونو ته پام اړولى، چې دوى د ايبولا ځپلو دريو هېوادونو سرياليون ، لايبريا او گيني سره گډې پولې او يا نژدې سوداگريز او د تگ راتگ اړيکې لري.

د روغتيا د نړيوال سازمان ډاکتره ايزابيل نوتال وايي

" په دې هېوادونو چې ما یې یادونه وکړه موږ به له بینین، کمرون، د مرکزي افریقا جمهوریت، د ګانګو جمهوریت، ګمبیا، ګانا، موریتانیا، نیجریا، سوېلي سوډان او ټاګو سره هم کار وکړو"

سرياليون کې په هغه وروستي کلي کې هم د ايبولا پېښه ثبت شوې ده، چې دا ناروغي په کې نه وه.

ميرمن نوتال دارنگه خبردارى ورکړ،چې لويديځه افريقا کې د ايبولا د خپرېدا بهير ورځ تربلې چټکېږي.

" په دې اوونۍ کې به د اېبولا پېښې له نهو زرو نه پورته شي او څلور زره او پنځه سوه کسان ترې مړه شوي دي. د ناروغۍ خپرېدل دوام لري زموږ معلومات ښيي چې په هرو څلورو اوونیو کې د اېبولا پېښې دوه برابره ډېرېږي"

امريکا احتياطي عسکر بولي

په همدې حال کې دامريکا ولسمشر بارک اوباما خدمت ته د احتياطي او ساتونکي ځواک بېرته رابلل تصويب کړل، چې د اړتيا پرمهال لويديځه افريقا کې د ايبولا په وړاندې له مبارزې سره مرسته وکړي.

ښاغلي اوباما وويل ساتونکي ځواکونه به د فعالو هغو ملاتړ وکړي، چې لوديځه افريقا کې بشري مرستې برابروي.

اټکل کېږي، چې د ساتونکو ځواکونو لومړۍ جوپه لايبريا کې ځاى پرځاى شي چې ايبولا سخته ځپلي ده .

د امريکا د دفاع وزارت چارواکي وايي د ولسمشر اوباما دغه حکم په دې اړين و چې لوديځه افريقا کې د عسکرو د استولو او ځاى په ځاى کولو لړۍ چټکه شي .

ايبولا د امريکا روغتيايي سيستم ته سرخوږى

بل لور ته د امريکا په متحده ايالتونو کې د ناروغيو د کنټرول مرکز مشر ډاکتر فريدن خبردار ورکړى، چې په پراخه کچه افريقا کې د ايبولا وايروس خپرېدل کېداى شي، چې د امريکا روغتيايي سيستم ته يو اوږدمهالى گواښ رامنځ ته کړي.

خو ډاکتر فريدن د امريکا کنگرس ته وويل امريکا دا پوهه او تجربه لري،چې د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

د جمهوريت غوښتونکو د کميټې مشر تيم مورفي امريکا کې د ايبولا د وايروس په وړاندې پر غبرگون نيوکه وکړه.

هغه وويل هغه دوه نرسانې ،چې تکزاس کې په دې ناروغۍ اخته شوي سمه روزنه يې نه وه موندلې او سم وسايل يې نه درلودل.