رومان کاتوليکه کليسا کې درز

د عکس سرچینه، AFP
پاپ فرانسيس د همجنس بازانو،طلاق او واده په تړاو د رومان کاتوليکې کليسا په دريځ کې د اصلاحاتو په راوستو کې پاتې راغى.
د کليسا د مشرانو د دوې اونيزې مشورتي غونډې په پاى کې پاپ ونشو کړاى چې د دغو مسالو د تاييد لپاره اړينې رايي ترلاسه کړي ، خو د طرحې پاتې ټولې برخې ومنل شوي.
د طرحې په لومړۍ نسخه کې همجنسبازانو ته د غيږې د پرانيستو، او د طلاق شويو کسانو د منلو غوښتنه شوې وه.
خبريالان وايي دغه مسالې د طرحې له وروستۍ نسخې لرې شوې او رايو وښودله ،چې همدا مسالې د محافظه کارانو له مقاومت سره مخامخې شوي.
د غونډې په پاى کې پاپ فرانسيس په احتياط سره هغو ته گوتڅنډنه وکړه چې له دغو مسالو سره يې دښمنانه چلن وکړ.
پاپ غوښتنه کړې ده چې د طرحې لومړۍ نسخه د هغو برخو په گډون چې لرې شوي دي خپره شي.
خو د هغه وياند ويلي دي چې د هغه دا خبره الزامي نه ده .
روم کې د بي بي سي خبريال وايي د کليسا د مشرانو مشورتي شورا دې ناستې د يوويشتمې پېړۍ د ليد لورو او د مسحيت د لارښوونو په تړاو کاتوليکي کليسا کې د درز ښکارندويي کوي.
د بي بي سي خبريال وايي پاپ له تندلارو څخه غوښتي دي چې ځانونه د کلمو په قيد کې زنداني نه کړي.
تېرکال د پاپ فرانسيس په لارښوونې شوې سروي وښودله، چې ډېرو کاتوليکانو د جنسي مسالو، د ماشوم د ضايع کولو او مېندوارۍ په تړاو د کليسا لارښوونې رد کړي دي.





















