د ۵ میلیونو ناقانونه کډوالو لپاره د بارک اوباما پروګرام

د عکس سرچینه، b
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد د کډوالو د نظام په تړاو خپل پروګرام او لاملونه د یوه فرمان په ترڅ کې اعلان کړ.
ښاغلي اوباما په یوې ټلویزیوني وینا کې د دغه هېواد ناقانونه کډوالو ته وویل:'له سیوري را بهر شئ'.
ښايي نژدې ۵ میلیونه ناقانونه کډوال چې په امریکا کې ژوند کوي له نویو بدلونونو سره له دغه هېواده د شړلو او یا خپلو هېوادنو ته د بېرته ستنولو له وېرې خوندي پاتې شي.
د جمهوري غوښتونکو کنګره په دې اړه وايی، ښاغلي اوباما په دغې کړنې سره د ولسمشرۍ له واکونو پښه اړولې ده.
اوس مهال شاوخوا ۱۱ میلیونه ناقانونه کډوال په امریکا کې ژوند کوي.
په روان کال کې امریکا ته له مرکزي او سویلي امریکا د زرګونو ماشومانو ناقانونه ورتګ دغه هېواد له بحران سره مخ کړی دی.
د دغه نوي پروګرام پر بنسټ هغه پلرونه او میندې چې په ناقانونه ډول امریکا ته ورغلي او ماشومان یې د دغه هېواد قانوني اوسېدونکي دي کولای شي د اوسېدو ویزه او د کار کولو درې کلنه اجازه ترلاسه کړي.
هغو میندو او پلرنو چې لږ تر لږه ۵ کاله یې په دغه هېواد کې تیر کړي کولای شي له دغو اسانتیاوو برخمن شي.
ویل شوي د ښاغلي اوباما دفرمان یوازې دغه برخه ۳،۷ میلیونه وګړي له امریکا نه د ایستلو له خطره ژغوري.

د عکس سرچینه، bb
جمهوري غوښتونکو ښاغلی اوباما تورن کړی چې په دغه کار سره یې 'عمومي بښنه' اعلان کړې. ولسمشر اوباما پر ده د نیوکه کوونکو په ځواب کې دغه پروګرام یوه 'منځلارې او معقوله' لاره ګڼلې او ټینګار یې کړی چې دغه بدلونونه د عمومي بښنې په معنی نه دي.
هغه کډوال چې جرمي مخینه ولري له دغه هېواده به وشړل شي. او هغه کسان چې غواړي په ناقانونه ډول امریکا ته د ننه شي له پخوانه به له لا سختو تدبیرونو سره مخامخ شي.





















