له يوه هندو هلک سره د يوې مسلمانې نجلۍ پر واده جړه

هلک گوتم وايي چې د دې واده وروسته ډير گواښل شوى دى.
د عکس تشریح، هلک گوتم وايي چې د دې واده وروسته ډير گواښل شوى دى.
د خپرېدو وخت

هندوستان کې د يوې مسلمانې نجلۍ او هندو هلک تر منځ واده ناندرې رامنځته کړې دي. که څه هم دا واده اکټوبر کې شوى و خو د خلکو ورته اوس پام اوښتى دى.

هلک گوتم وايي چې د دې واده وروسته ډير گواښل شوى دى.

د گوتم په کور د ډبرو له گوزارونو او د تيليفون او انټرنېټ له لارې له گواښونو وروسته پوليسو د هغوي د امنيت په اړه اضافي گامونه اخيستي دي.

د نجلۍ پلار عزيز د دې واده پر ضد د کيرالا د ښار محکمې ته ورغلى و چې واده غير قانوني وگرځوي.

خو محکمې د هغه دعوه رد کړه.

هلک او نجلۍ دواړو د ودونو په اړه د هندوستان د ځانگړي قانون د غوښتنې پر بنسټ وداه کړى دى.

هلک او نجلۍ دواړو د ودونو په اړه د هندوستان د ځانگړي قانون د غوښتنې پر بنسټ وداه کړى دى.
د عکس تشریح، هلک او نجلۍ دواړو د ودونو په اړه د هندوستان د ځانگړي قانون د غوښتنې پر بنسټ وداه کړى دى.

يوه ځايي خبريال بي بي سي ته ويلي دي چې په تيليفوني گواښونو کې له گوتم څخه غوښتل شوي دي چې په دوو مياشتو کې دننه دې واده ته پاى ورکړي.

پوليس وايې دوى شک لري چې د دې گواښونو ترشاه د شراچوونکو لاس دى چې غواړي سيمه کې تاوتريخوالى پيدا کړي.

د گوتم موراو پلار چې ښوونکي دي دا واده منلى خو دې څخه د مسلمانانو ځايي ټولنې خوښې نه دي.

پولیس وايي، دا د شریرو خلکو کار دی.
د عکس تشریح، پولیس وايي، دا د شریرو خلکو کار دی.

گوتم بي بي سي ته وويل چې ده ته د تيليفون له لارې د مرگ گواښونه کيږي ، نجلۍ ويلي چې له مينې وروسته يې دا واده کړى او خپلې خسرگنۍ کې خوشحاله ده ځکه چې هغه انگور نه بلکې د کور لور گڼي.