م،م د بشري مرستو غوښتنه کوي

ټاکل شوې چې نن ملګري ملتونه د ۲۰۱۵ کال لپاره د نړۍ له هېوادونو د بشري مرستې رسمي غوښتنه وکړي.
ملګري ملتونه هر کال په نړۍ کې د بشري کړکېچونو او جګړه ځپلو وګړو لپاره د مرستو را ټولولو په موخه دا کار کوي. د مرستو دغه غوښتنه په داسې وخت کې کېږي، چې مرستندویه بنسټونو وار له مخه خبرداری ورکړی، چې په خپلو سږنیو فعالیتونو کې د پیسو له کمښت سره مخامخ دي.
تېره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې د سوریې کډوالو ته به د خوړو په مرستو کې کموالی راولي.
په دې هکله له جېنېوا نه د بي بي سي خبریاله د ایمجین فولکس په خپل رپوټ کې وايي یو کال وړاندې ملګرو ملتونو په سوریې، سوېلي سوډان او د مرکزي افریقا جمهوریت کې د خپلو مرستنیدویه چارو لپاره د ریکارډ په کچه د ۱۳ ملیاردو ډالرو غوښتنه وکړه.
خو دغه غوښتنه په اوکرایین کې له کړکېچ نه، د اېبولا ناورغۍ له خپریدو او عراق کې د اسلامي دولت ډلې له څرګندېدو نه مخکې شوې وه.
۱۳ ملیارده ډالر کافي نه وو او ان دغه پیسې د مرستنیدویه هېوادونو له خوا په بشپړه توګه ورهم نه کړل شوې.
اوس چې ملګري ملتونه هڅه کوي د سږکال لپاره خپلې عاجلې اړتیاوې پوره کړي د ملګرو ملتونو مرستیدویه ادارې به د راتلوونکو نورو ۱۲ میاشتو لپاره د مرستې غوښتنه وکړي.
د کډوالو لپاره باید دارو درمل او خواړه له مخکې واخیستل شي او سیمه ییز روغتونونه چمتو او جوړ شي.
د بشري مرستو چارې په یوه شپه کې نه ترسره کېږي.
خیریه ادارې باید ورته پلان ولري او د پلان جوړولو لپاره هغوی پیسو ته اړتیا لري.
د ۲۰۱۵ کال د مرستې غوښتنه د نړۍ په ټولو هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره ده چې کړکېچونه په کې روان دي.
د ملګرو ملتونو ادارې په دغو کړکېچونو سیمو کې له ایسارو خلکو سره د مرستې په خاطر له پراخو ننګونو سره مخامخې دې.





















