امریکا اوکراین ته د دفاعي وسلو په ورکړې غور کوي

د عکس سرچینه، AFP
امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي، که چېرې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د هواري لپاره دیپلوماتیکې هڅې کار ورنه کړي، شاید امریکا اوکراین ته دفاعي وسلې ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د جرمني له صدر اعظمې انګیلا میرکل سره تر یوې ناستې وروسته کړې دي. دی وايي روسیې د مینسک تړون کې پر ټولو هوکړو پښه اېښې ده.
دا مهال پر اوباما د جګپوړو امریکايي چارواکو له لوري فشار دی چې اوکراین ته وسلې ورکړي، خو آغلې میرکل یې په ښکاره مخالفت وکړ.
روسیه دا نه مني چې ګني د اوکراین په ختیځ کې بېلتونپالو ته وسلې او پوځيان استوي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې د بېلتونپالو او اوکرایني حکومت ترمنځ یوځل بیا د جګړې رپوټونه ورکړل شوي دي.
د اوکراین په کړکېچ کې تر اوسه ۵۳۰۰ کسان وژل شوي او یونیم میلیون نور وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي.
د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکیل د تېرې دوشنبې په ورځ له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره وکتل چې دومینسک کې د سولې د هڅو پلان عملي کولو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.

د عکس سرچینه، AP
که څه هم تر اوسه د وړاندیز شویو غوښتنو ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل کېږي چې د جګړې د لومړیو کرښو شاوخوا ۵۰ او ۷۰ کیلومتره سیمه دې له وسلو پاکه شي.
په پام کې ده، چې د بیلاروس پلازمېنه دومینسک کې د وړاندیزونو د څېړلو په موخه د روسیې، اوکراین، جرمڼی او فرانسې ترمنځ د راتلونکې چارشنبې په ورځ څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.
''یو غوراوی''
اوباما وايي: ''له خپلې ډلې مې وغوښتل که چېرې اوسنۍ دیپلوماتیکې خبرې ناکامې شي، نور ټول غوراوي باید پام کې ونیول شي، د اوکراین حکومت ته د دفاعي وسلو ورکول یو وژونکی غوراوی دی، خو بله چاره نه شته''.
بل خوا، میرکل ویلي، د وسلو استول د مرګ لپاره لاره هوارول دي.
پر همدې مهال، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر روسي او بېلتونپالو مشرانو د نورو بندیزونو لګولو هوکړه کړې ده، خو د سولې د هڅو په خاطر کې د عملي کېدو لپاره یوه اونۍ وخت ورکړی دی.
وړاندې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین لوېديځ د اوکراین د کړکېچ پیدا کېدو لامل ګڼلی، چې په وینا یې دوی د ناټو ځواکونو د نه خپرېدو پر ژمنې ونه درېدل.
پوتین لوېدیځ هېوادونه په کییف کې پر انقلاب پیلولو تورن کړل.

د عکس سرچینه، Getty





















