لیبیا پر وسلو د لګېدلي بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
لیبیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې له داعش او نورو وسله والو ډلو سره د مبارزې لپاره پرې لګېدلی د وسلو تحریم لرې کړي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد الدایري وايي پر وسلو لګېدلي بندیز لرې کول به له حکومت سره د خپل پوځ جوړولو او پراخېدونکې ترهګري سره مبارزې کې مرسته وکړي.
مصر ویلي د چهارشنبې په ورځ یې د بېړنۍ غونډې پر مهال د لیبیا دغې غوښتنې پلوی کړې.
لیبیا کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې بېلې ملېشې پر واک د کنترول لپاره جګړه کې ښکېلې دي. دغه هېواد کې د امنیت مخ پر ځوړ حالت داسې اندېښنې هم رامنځته کړې، چې ښايي سیالې ملېشې د داعش ډلې پلوي وکړي.
ښاغلی دایري وايي د نړیوالي ټولنې غوڅ دریځ ته اړتیا ده، چې وايي لیبیا وکولای شي له دغه ګواښ سره مبارزه وکړي.
نوموړی وايي: که موږ و نه توانیزو وسلې ته لاسرسی ولرو، دا به یوازې د سخت دریځو لاس کې پاتې شي. د ۲۰۱۱ کال له پاڅونه وروسته، چې پایله کې یې د معمر القذافي حکومت ړنګ شو، پر لیبیا د وسلو تر لاسه کولو بندیزونه لګېدلي دي.
د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري وايي له دې کبله یې پر لیبیا د لګېدلي بندیز لرې کولو پلوي کړي، چې وايي لیبیا کې شته 'خطر لوی' دی.
نوموړي دغه راز له بحري لارو هغو سیمو ته د وسلو لېږد مخنیوي غوښتنه کړې، چې په نړیواله کچه د منل شوي طبرق حکومت له کنتروله بهر دي.
نیویارک کې د بي بي سي خبریال نیکبراینت وايي داسې معلومیږي، لیبیا او مصر دواړه اوس له هغې غوښتنې په شا شوي، چې وايي د لیبیا پر خاوره له داعش سره جګړې لپاره باید ملګري ملتونه یوه نړیوال ځواک ته اجازه ورکړي.
زموږ خبریال وايي لوېدېځ دیپلوماتان به د وسلو تحریم لرې کولو لړ کې ډېر تحفظات لري، ځکه دوی سره داسې اندېښنې شته، چې ښايي دغه وسلې به د ملېشو لاسونو ته ورسیږي.





















