ترکان سوریې ته د سلیمان شاه د پاتې شونو لېږدولو لپاره ننوتي

عین العرب (کوباني) ښار د ترکیې پولې ته نژدې پروت ښار دی.
د عکس تشریح، عین العرب (کوباني) ښار د ترکیې پولې ته نژدې پروت ښار دی.
د خپرېدو وخت

ترکي ځواکونه د سوریې هغې سیمې ته ننوتي، چې د عثماني خلافت د بنسټګر سلیمان شاه قبر پکې و، او د هغه د مړي پاتې شوني یې د ترکي پوځ تر واکمنۍ لاندې بلې سیمې ته لېږدولي دي.

سلګونه ترکي ځواکونه له زغره والو ګاډو سره د سوریې شمالي ښار ته ننوتي، چې د سلیمان شاه د مقبرې ساتونکي ترکیې ته ولېږدوي.

سلیمان شاه د عثماني خلافت بنسټګر او د لومړۍ واکمنې کورنۍ نیکه و.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو پر خپلې ټویټر پاڼې ویلي، ترکي ځواکونو په بریالیتوب سره د سلیمان شاه د مقبرې عملیات ترسره کړل.

داود اوغلو زیاتوي، د سلیمان شاه د مړي پاتې شوني په سوریه کې د ترکي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې بلې سیمې ته لېږدول شوي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، د سلیمان شاه د مړي پاتې شوني د لوېدیځ عین العرب (کوباني) "اشمه" کلي ته لېږدول شوي او هلته د ترکیې بیرغ هم رپول شوی دی.


د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، د سلیمان شاه د مړي پاتې شوني د لوېدیځ عین العرب (کوباني) "اشمه" کلي ته لېږدول شوي او هلته د ترکیې بیرغ هم رپول شوی دی.
د عکس تشریح، د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، د سلیمان شاه د مړي پاتې شوني د لوېدیځ عین العرب (کوباني) "اشمه" کلي ته لېږدول شوي او هلته د ترکیې بیرغ هم رپول شوی دی.
دغه ځای مخکې د ''اسلامي دولت'' (داعش) د جنګیالیو تر کنټرول لاندې و.
د عکس تشریح، دغه ځای مخکې د ''اسلامي دولت'' (داعش) د جنګیالیو تر کنټرول لاندې و.

ترکي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د زیات د پاکسازۍ په عملیاتو کې یو پوځي وژل شوی دی.

وړاندې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، له ټانکونو، زغره والو ګاډو او سلګونو پوځيان جوړ کاروان عین العرب کې مقبرې ته خوځېدلی دی.

سرچینه وايي، دغه پوځي خوځښت له هغو کردي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شوی، چې د "اسلامي دولت" پوړاندې جنګېږي.

عین العرب (کوباني) ښار د فرات سېند پر غاړه د سلیمان شاه له قبر ۳۵ کیلومتره لیرې پروت دی.

باور کېږي، چې سلیمان شاه د مغولو د ښکېلاک له وېرې د تېښتې پرمهال د فرات اوبو کې ډوب شوی دی.

باور کېږي، چې سلیمان شاه د مغولو د ښکېلاک له وېرې د تېښتې پرمهال د فرات اوبو کې ډوب شوی دی.
د عکس تشریح، باور کېږي، چې سلیمان شاه د مغولو د ښکېلاک له وېرې د تېښتې پرمهال د فرات اوبو کې ډوب شوی دی.
سیمه ییزو رسنیو د ترکیې - سوریې پر پوله د ترکي ځواکونو د کاروان انځورونه خپاره کړي
د عکس تشریح، سیمه ییزو رسنیو د ترکیې - سوریې پر پوله د ترکي ځواکونو د کاروان انځورونه خپاره کړي

د هغه قبر د څه باندې څلوېښتو ترکي پوځيانو له خوا ټینګه ساتل کېده، چې د ۱۹۲۱ کال د انقرې د تړون له مخې یې ساتل د ترکي واکمنۍ یوه دنده ګڼل شوې وه.

له هغه وخت راهیسې چې له عین العرب (کوباني) نه تېره میاشت د "اسلامي دولت" جنګیالي په شا وتمبول شول، د "کردي ولس د ملاتړ کنډک" وتوانېد، چې سیمه بېرته ونیسي.

اټکل دی چې کردي جنګیالي د (تل ابیض) سیمې دروازو ته نژدې شوي، چې دغه سیمه ترکیې ته د اوښتو لپاره د "اسلامي دولت" جنګیالیو ته حیاتي سیمه ګڼل کېږي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو دا بریالي عملیات بللي دي
د عکس تشریح، د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو دا بریالي عملیات بللي دي