اسلام اباد کې د رویټرز خبري اژانس مشره مړه شوې

د عکس سرچینه، bbc
د بريتانيا خبري رسنۍ رويټرز يوه ښځينه خبرياله ماريا ګلوونينا په اسلام اباد کې کې مړه شوه.
ماريا چې په خټه روسۍ وه له تېرو دوو کلونو د افغانستان او پاکستان لپاره د رويټرز خبري رسنۍ مشره وه.
د ځايي پوليسو په وينا د ماريا د کور ساتوونکي پوليسو ته خبر ورکړی و چې ماريا د کوټې دروازه نه پرانيزي.
له دې وروسته پوليس د پېښې ځای ته ورسېدي او د کوټې دروازه يې ورماته کړې وه. ماريا د بې هوښۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوې وه.
د پوليسو يوه مشر عبدالستار بي بي سي ته وويل ماريا په ځايي روغتون کې ساه ورکړه. ويل کېږي د ماريا مړی د نورو پلټنو لپاره يو بل روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پاکستان د طبي ساينس وياند ډاکتر وسيم خواجه وايي په ښکاره توګه د ماريا پر بدن د زور زياتې کومې نښې نه ښکاري او داسې ښکاري چې په طبعي مرګ مړه شوې ده.
پاکستان کې د رويټرز خبري رسنۍ کارکوونکو په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

















