مسکو کې روسی مخالف سیاستوال ووژل شو

د عکس سرچینه، AFP
روسي رسنۍ وايي، مخالف سیاستوال او د لومړي وزیر مخکینی مرستیال بوریس نیمتڅوف د مسکو پر یوه واټ په مرمۍ ویشتل شوی دی.
د روسیې یوې امنیتي سرچینې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، یوه ناپېژانده وسله وال مسکو کې پر ښاغلي نیمتڅوف څلور ډزې کړې دي.
د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمتري بیسکوف دا پېښه غندلې ده، چې په وینا یې دا کار یوه "اجرتي قاتل" ترسره کړی دی.
دی وايي، روسي ولسمشر ددغه جرم په اړه د څېړنې امر کړی.
په واشنګټن کې ولسمشر اوباما هم د ښاغلي نیمتڅوف وژنه یو وحشي عمل بللی، او په دې قضیه کې یې د عادلانه او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د "میدوزا " په نامه یوې خبري وېبپاڼې ویلي، پر ښاغلي نیمتڅوف هغه مهال ډزې وشوې، چې له خپلې مېرمنې سره کرملین ته څېرمه یې چکر واهه.
سرچینه وايي "له یوه موټر څو کسان راکوز شول او ډزې یې وکړې".
۵۵ کلن نیمتڅوف په تېره نوي یمه لسیزه کې د مخکیني لومړي وزیر بوریس یلتسین په وزارت کې د هغه مرستال و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړی په اقتصادي اصلاحاتو مشهور سړی و.
کله چې د یلتسین واکمني ختمه شوه او ولادیمیر پوتین واک ته ورسېد، نیمتڅوف د نظام یو سیاسي مخالف شو.
انټرفاکس ته یوې سرچینې ویلي، نیمتڅوف د شا له خوا نه په سر د تومانچې په مرمۍ لګېدلی، چې برید کوونکي په یوه سپین موټر کې تښتېدلي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service





















