د بریتانیا د مهمو ګوندونو تګلارې او ټاکنیزې هلې ځلې
د خپرېدو وخت
په بریتانیا کې به خلک د راتلونکې می پر ۷مه نېټه عمومي ټولټاکنو کې برخه اخلي او له ټول هېواده به د پارلمان ۶۵۰ وکیلان ټاکي.
کډوالي، اقتصاد، روغتیا، امنیت، او په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا غړیتوب د راروانو ټاکنو مهم ټکي بلل شوي.
دا اوونۍ د بریتانیا د ۲۰۱۵ کال ټاکنو په اړه ځانګړي راپورنه لرو په لومړي راپور کې حمید قیومي د مهمو ګوندونو تګلارو او ټاکنیزو هلو ځلو ته کتنه کړې ده