د هند سینما د بشپړ لوڅوالي پر لور

د عکس سرچینه، no credit
د هندي سینما شپږو لوبغاړو ویلي حاضر دي چې په فلمونو کې لوڅ ولوبېږي.
دغو لوبغاړو د بي بي سي هندي څانګې ته ویلي چې د یوه نوي فلم په قرارداد کې د ځان لوڅولو په اړه پوښتنه شوې چې دوی مُثبت ځواب ورکړی دی.
تر دې دمه دوو نورو لوبغاړو د دغه بند په منلو، قرار داد لاسلیک کړی دی.
د دې تر څنګ ډېر باور لري چې د هند د سینما د سانسور له محافظه کار هیئت څخه د داسې فلمونو تېرول ګران دی.
له کاماسوترا څخه له څو اقتباس شوو فلمونو پرته، د هند په سینما کې بشپړ بربڼد فلمونه نه لېدل کېږي.
دxxx فلم جوړوونکې اکتا کپور چې ډېر-خرڅېدونکي فلمونه یې جوړ کړي ویلي غواړي له دغه فلم سره غوغا جوړه کړي چې ښايي موخه یې په فلم کې له لوڅو صحنو وي چې تر اوسه په هندي سینما کې عملاً ساری نه لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service
هغه وايي په دغه فلم کې يې د لوبېدلو لپاره لومړی غوراوی ساني لئون ؤ، د لوڅو فلمونو هغه هندی-امریکایی لوبغاړی چې دغه وړاندیز یې نه دی منلی.
دوو نورو ځوانو لوبغاړو، کایرا دات او ریتوویک دانجاني د مېرمن کپور دوهم غوراوی ؤ چې حاضر شول د هند په سینما کې خپل لومړنی کار، له دغه فلمه پیل کړي. که څه هم د قرارداد د لاسلیک پر مهال پوره ډاډه نه ول.
په قرارداد کې د اضافه شوي یوه بند پر بنسټ، دغه لوبغاړي دا هوډ کوي چې د فلم په دریو صحنو کې به ځان په بشپړ ډول بربنډوي.
له دې سره د هندي فلمونو یا بالیووډ لوبغاړې ریچا چادا وايي په قرارداد کې د داسې یوه بند ځایول ګټې هم لري. یو یې دا چې لوبغاړی وارله مخې پوهېږي چې په کومو صحنو کې به لوبېږي.
د XXX فلم چې کن قوش یې جوړوونکی دی سږ کال د جولای میاشت پر دریمه راوځي.
د دغه فلم جوړوونکي وايي سینمايي ژانر يې یروتېک دی چې پکې شپږ کیسي دي او په هرې یوې کې یوه عاشقانه اړیکه شته.





















