پر ادلب ښار ''حکومتي بریدونو'' ۴۹ ولسي وګړي وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د بشري حقونو فعالانو ویلي، د سوریې پر شمالي ادلب ښار د سوري حکومت اړوندو ځواکونو په بمباریو کې د شپږو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۴۹ ولسي وګړي وژل شوي.
بریتانیا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، دغه بریدونه د ادلب ښار پر ''الجانودیه'' سیمې د حکومت مخالفو ځواکونو له خوا شوي دي.
دغه سیمه د ادلب په لوېدیځ کې پرته ده، چې پر ځینو سیمو یې په وروستیو کې حکومتي ځواکونو ولکه ټینګه کړې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، بمباري د ولسي خلکو د راغونډېو پر هغې سیمې شوې، چې ګڼې هټکۍ پکې دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، له ادلب ولایت او نورو سیمو نه هغې سیمې ته خلک کډه شوي، چې حکومتي ځواکونو بمباري پرې کړې ده.
دا سیمه د جسر الشغور شمال کې پرته ده، چې دا مهال یې ډېری برخې د ''نصرت جبهې'' په ګډون د حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې دي.
''نصرت جبهې'' د تېر اپرېل پر ۲۵مه، د ادلب ګڼې سیمې ونیولې.
وسله وال اوس هڅه کوي چې د سپین سمندر پر ځنډو پراته ''لاذقیه'' ولایت ته ځانونه ورسوي، دا سیمه د علویانو اصلي مرکز ګڼل کېږي، چې د سوریې اوسنی ولسمشر بشارالاسد هم له دې ډلې سره تړاو لري.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې او نورې سیمه ییزې ډلې وايي، حکومتي ځواکونو د تېرې دوشنبې په ورځ پر ''الجانودیه'' سیمې بمبارۍ وکړې.
خو په ځینو رپوټونو کې د وژل شویو شمېر ۶۰ کسان ښودل شوی، اټکل دی، چې دا شمېره به تر دې هم ډېره وي.
د سوریې حکومت تر اوسه ددغو رپوټونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ځینې رپوټونه دا هم وايي، چې د ادلب پر ختیځ ''تافتناز'' سیمې هم د حکومتي ځواکونو بمباریو ګڼ کسان وژلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
همداشان، څلور نور کسان هغه مهال ووژل شول، چې حکومتي چورلکو د حلب ولایت پر څنګلوري ''تل رفعت'' سیمې بمبار وکړ.
ملګري ملتونه وايي، په سوریه کې د ولسمشر پرضد د پاڅون له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، د دغه هېواد په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له ۲۲۰ زرو ډېر انسانان وژل شوي، او نژدې ۱۲ میلیون نور وګړي له خپلو مېنو کوچېدلي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Reuters





















