پاکستان کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۱۲۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان سویلي ایالت سند کې څه باندې ۱۲۰ کسان د ګرمې هوا له کبله وژل شوي دي.
ځايي روغتیايي چارواکي وايي، ډېری دغه کسان د کراچۍ د ښار اوسېدونکي وو، چې په دا وروستیو ورځو کې د ګرمۍ درجه په کې ۴۵ سانتي ګراد ته لوړه شوې ده.
یوه ستونزه دا ده، چې زیاته ګرمي پر برېښنايي سیستم د فشار لامل شوې او له کبله یې برق قطع شوی دی.
د کراچۍ د جناح روغتون د بیړنۍ برخې سرپرست وايي، چې ډیری قربانیان د ډېر عمر لرونکي کسان دي.
ډاکټر سمیع جمالی وویل:"ګرمۍ وهلي هغه کسان چې روغتون ته راوړل شوي وو له سختې تبې، بې سدۍ او د بدن زیاتې اوبو له لاسه ورکولو سره لاس او ګرایوان وو".
د سند ایالت د روغتیايي سازمان سرپرست سعید منګنجو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:"د شنبې ورخې راهیسې ۱۱۴ کسان په کراچۍ او ۸ کسان د سند ایالت په نورو سیمو کې وژل شوي دي".
د پاکستان د هوا پيژندنې اداره په وینا، ګرمه او سوځوونکې هوا به تر دوشنبې ورخې پورې دوام ولري خو له سې شنبې وروسته د یخې هوا د جریان وړاندوینه شوې.
په کراچۍ کې د سختې ګرمې هوا ریکارډ په سلو کې ۴۷ سانتي ګراد درجې ده، چې په ۱۹۷۹ کال کې ثبت شوې.

د عکس سرچینه، AFP
د ښار په بېلابېلو برخو کې د برېښنا د نشتوالي له کبله خلک له ستونزو سره مخاخ دي او په دې اړه ګن شمېر کسان لارو کوڅو ته راوتلي.
بل خوا د پاکستان ګاونډي هېواد هند کې تېره میاشت تقریبا ۱۷۰۰ کسان د ګرمې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ور کړ.





















