ورکه شوې برتانوي کورنۍ له "اسلامي دولت سره خوندي" ده

د عکس سرچینه، BEDFORDSHIRE POLICE
يوه ۱۲ کسيزه برتانوي کورنۍ چې وړاندې لا درکه شوې وه، له اسلامي دولت ډلې (داعش) سره يو ځای شوې ده. د دې کورنۍ په اړه يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی تر پخوا خوندي دي.
دغه خبرپاڼه د داعش ډلې د يوه غړي له خوا خپره شوې، دوی وايي دغه کورنۍ د اسلامي دولت ډلې له خوا نه ده تښتول شوې، بلکې په خپله خوښه ورسره يو ځای شوې ده.
د دريو ماشومانو په ګډون دغه کورنۍ د بريتانيا، لوټن سيمه کې استوګن وه چې د مۍ له ۱۷ نېټې راپه دېخوا لادرکه شوې وه.
دغه کورنۍ لومړی بنګله دېش بيا ترکيې او له هغه ځايه سوريې ته تللې وه.
بي بي سي ته دا خبرپاڼه د اسلامي دولت ډلې لپاره يوه برتانوي جنګيالي استولې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کورنۍ د "ظلم او درغلۍ څخه پاکې ځمکې ته راغلي ده".
په خبرپاڼه کې دغه کورنې وايي " له هغو کسانو چې زموږ په اړه اندېښمن دي غواړو چې زموږ په اړه فکر پرېږدي، موږ تر پخوا خوندي يوو"
اسلامي دولت ډلې د عراق او سوريې ډېرې برخې تر ولکې لاندې راوستې دي.

ويل کېږي دا ډله خپل مخالفان په ډېره بې رحمانه ډول وژني پر دوی د بشري حقونو د سرغړونو او په ډله ييز ډول د خلکو د وژل تور دي.
دغې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون مياشتې پر ۲۹ نېټه د خلافت اعلان وکړ.
تېره اوونۍ د بريتانيا د دفاع وزير د بريتانيا له پارلمان په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د هوايي بمبارۍ د اجازې غوښتنه کړې وه.
بريتانيا له سپټمبر مياشتې په عراق کې د داعش پر هدفونو بمباري کوي.
ويل کېږي اسلامي دولت ډلې د تونس په شمال ختيځ سوسه ښار کې د جمعې پر ورځ (جون ۲۶) د يوه وسله وال کس له خوا بريد کې ۳۸ کسان وژل شوي وو، چې ډېری يې بريتانويانو وو.
تېره اوونۍ د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کامرون ويلي وو چې د اسلامي دولت نومې ډلې سره جګړه د نسل لوی سر خوږی دی.





















