قاهره کې د ایټالیا پر کونسلګري ودانۍ موټر بم برید شوی

د عکس سرچینه، AP
د مصر پلازمېنې قاهرې کې یوې درنې چاودنې د ایټالیا کونلسګرۍ ودانۍ ته سخت زیان اړولی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو په وینا چاودنې پایله کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.
د دولتي خبري اژانس مینا په رپوټ کې د یوه چارواکي له قوله ویل شوي، چې چاودنه د موټر بم په وسیله شوې ده.
دم ګړۍ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د کونلسګري یوه چارواکي اي پي خبري اژانس ته ویلي، چې ودانۍ تړلې وه او په ټپیانو کې یې ملکي کارکونکي شامل نه دي.
قاهره کې تېره میاشت د مصر لوی څارنوال هاشم برکات د یوه موټربم برید پایله کې وژل شوی و.
په همدې میاشت کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم برید کې درې کسان ووژل شول.
مصري امنیتي ځواکونه له اسلامپالو سخت دریځو سره په جګړه بوخت دي، خو تر ډېره دغه جګړه د سینا ټاپو وزمې پورې محدوده وه.
تېرو دوو کلونو کې وسله والو لږ تر لږه ۶۰۰ پولیس او پوځیان وژلي دي.
د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د پوځ له لوري د اسلامپال ولسمشر محمد مرسي حکومت له نسکورېدو راهیسې د وسله والو بریدونو زور واخیست.
دا وروستیو اونیو کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اسلامپاله سخت دریځو خلاف د پوځي عملیاتو پراخولو ژمنه وکړه.
د مصر محکمو د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمین سلګونو غړو ته د اعدام سزا ټاکلې ده.
هغوی چې دغه سزا ورته ټاکلې شوې ډېری یې د سزا عملي کېدو منتظر دي.





















