عراق کې د اختر پر لومړۍ ورځ چاودنې۱۲۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د عراق پلازمېنې بغداد شمال ختیځ دیالي ولایت د ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۲۰ کسان وژلي، چې ماشومان هم پکې دي.
برید د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ په هغې سیمه کې شوی، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.
د خان بي سعد ښار د جمعې ورځې ددغه برید برید پړه "اسلامي دولت" ډلې پرغاړه اخیستې ده.
د برید سیمه له پلازمېنې بغداد نه نژدې ۳۰ کیلومتره لیرې شمال ختیځ کې پرته ده.
"اسلامي دولت" ډلې د برید پړه منلې ده، چې وايي په برید کې یې درې ټنه چاودېدونکي توکي کارولي دي.
د پولیسو یوه مشر احمد التمیمي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په برید کې د مړو شمېر وېروونکی دی:
"ځینو خلکو د مړو ټوټې او د ماشومانو د بدن ټوټې د مېوو په کرېټونو کې اچول".
عیني شاهدانو ویلي، لاهم تر کنډوالو لاندې د مړو د رایستلو عملیات دوام لري.
"اسلامي دولت" تېر کال د دیالي ولایت ډېری برخې ونیوې. که څه هم د دغه ولایت له ځینو برخو دغه ډله ووتله، خو لاهم په ګڼو برخو کې فعالیت لري.

د عکس سرچینه، EPA
د دیالي ولایت سیمه ییزو چارواکو د درو ورځو لپاره عمومي ویر اعلان کړی، او د اختر په ورځو کې یې یې د مېلو نه کولو امر کړی دی.





















