د مصر نیل سیند کې ۱۹ کسان مړه شوي

د خپرېدو وخت
د مصر پلازمېنې قاهرې په شمال نیل سیند کې د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د ټکر او ډوبېدو پېښه کې لږترلږه ۱۹ کسانو ساه ورکړې ده.
د مصر د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، بېړۍ د الجیزه ولایت په الوراق سیمه کې د شپې د سفر پرمهال ډوبه شوې ده.
ویل کېږي، بېړۍ د نیل اوبو کې له یوې بار وړونکې بېړۍ سره ټکر شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نیل په اوبو کې د مړو شویو او ورکو کسانو لټون روان دی.
عیني شاهدانو او ژغورل شویو ویلي، په ډوبه شوې دې کوچنۍ بېړۍ کې لسګونه کسان سپاره وو او د شپې مهال یې سفر کاوه.
چارواکو ایله شپږ کسان ژغولي دي.
امنیتي سرچینو فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، پولیسو د بار وړونکې بېړۍ چلوونکی نیولی دی.
فرانس پرېس زیاتوي، په ډوبه شوې بېړۍ کې ماشومان هم سپاره وو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service





















