مالي کې برمته شوي کسان خوشي شوي

د خپرېدو وخت

د مالي امنيتي ځواکونو د دې هېواد د سواري سيمې په يوه هوټل کې د وسله والو له خوا برمته شوي کسان، خوشي کړي دي.

د شنبې ( ۸ اګست) وسله والو کسانو پر بايبلوس هوټل بريد کړی و او هلته شته کسان يې برمته کړي وو.

د مالي د پوځ وياند په خپله خبرپاڼه کې ويلي، د هوټل ودانۍ کې څلور مړي موندل شوي دي.

له دې وړاندې رويټرز خبري اژانس د دې هېواد د دفاع وزير له خولې ويلي وو "موږ برمته شوي کسان خلاص کړل، خو له بده مرغه هلته مو دری مړي هم وليدل"

ويل کېږي په دې بريد کې د ملګرو ملتونو يو کارکوونکی او يو شمېر اسلامپاله اورپکي وژل شوي، خو د وژل شويو کسانو کره شمېر نه دی معلوم.

له دې وړاندې د مالي چارواکو ويلي وو، چې د هوټل له ودانۍ يې د اسلامپاله اورپکو مړي موندلي دي.

خبري رسنۍ وايي امنيتي ځواکونو دوه جنوبي افريقايان، يو اوکراينی او يو روسی د وسله والو له ولکې خلاص کړي دي.

دغه هوټل د ملګرو ملتونو د امن ځواکونو کاراوه.

مالي کې د ملګرو ملتونو له خوا خپره شوې خبرپانه کې د بريد غندنه شوې او وايي په دې بريد کې د دوی يو کارکوونکی وژل شوی دی.

مالي کې د بي بي سي خبريال الېکس ډول، وايي بريد د مالي له پلازمېنې ۶۰۰ کيلومتره لرې شوی دی.

ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي په سيمه کې دا تر ټولو لوی بريد دی.

د مالي امنيتي ځواکونه له تېرو څو کلونو له سخت دريځو اسلامپاله ډلو سره په جګړه لګيا دي.