امريکا کې د طالبانو د ملاتړي شوروي محاکمه

د عکس سرچینه، AP
يوه امريکايي منصفه پلاوي د شوروي اتحاد د وخت يو افسر چې په افغانستان کې پاتې شوی و، پر امريکايي ځواکونو په بريد پړ خېژولی دی.
پلاوی وايي ايریک حميدولين د طالبانو بريد پلان کړی و او د بريد مشري يې هم کوله.
دغه بريد په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په سويل ختيځ خوست ولایت کې شوی و.
پلاوي ایريک حميدولين ترهګرو ته د مادي ملاتړ په ګډون په ټولو ۱۵ تورونو کې ګرم خېژولی دی.
دغه ۵۵ کلن د افغانستان لومړنی پوځي بندي دی چې په ملکي محکمه کې محاکمه کېږي.
حميدولين چې د محاکمې پر مهال يې پر ده د لګېدلو تورونو اعتراف نه دی کړی اوس له عمري بند سزا سره مخامخ دی.
ټاکل شوې دی د نومبر په شپږمه په رسمي ډول محکوم شي.
د شوروي اتحاد دغه پخوانی افسر چې په ۱۹۸۰يمه لسيزه کې په افغانستان کې پاتې شوی له طالبانو سره يو ځای شوی و.
دی په ۲۰۰۹ کال کې وروسته له هغه په افغانستان کې ونيول شو، چې پر افغان سرحدي پولیسو او امريکايي ځواکونو يې بريد وکړ.
حميدولين وړاندې له دې چې امريکا ته واستول شي، پنځه کاله د بګرام په هوايي ډګر کې ساتل کېده
. د محاکمې پر مهال څارنوالانو وويل ده د هغو دريو اورپکو ډلو قومنده پر غاړه لرله چې په خوست کې د امريکا پر يوې پوځي اډې بريد وکړ.
دوی وايي حميدولين د هغو اورپکو لارښوونه کوله چې د امريکا پر پوځي څرخي الوتکو يې ډزې کولې. دغه څرخکې د بريد د مهارولو په موخه رابلل شوې وې.
دوی زیاتوي چې تورن دغه راز پر امريکايانو د ډزو لپاره پخپله درنه وسله کارولې ده.
د حميدولين مدافع وکيل چې له تورونو د ده په سپين خېژولو کې پاتې راغلی وايي موکل يې يو جنګي زنداني و او ملکي محکمه کې ورته شرايط نه و برابر.





















