په دويمه پرله پسې ورځ د چينايي ين ارزښت ښکته شو
د چين مرکزي بانک وروسته له هغه چې د سې شنبې پر ورځ د خپل پولي واحد ين ارزښت د ډالر پر وړاندې ښکته کړه، نن يې د نور ښکته کېدو اعلان وکړ.
د چين وروستي ګام د اسيا مارکېټونه ولړزول، خو مرکزي بانک وايي دا وېره بايد ډېره جدي و نه ګڼل شي، ځکه په خبره يې د پيسو ارزښت ټيټېدل دوام نه کوي.
دا په تېرو څه دپاسه دوو لسيزو کې لومړی ځل دی چې په دوو پر له پسې ورځو کې د ډالر پر وړاندې د ين ارزښت کمېږي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وايي د پیسو ارزښت ټېټ ساتل به د دغه هېواد صادرات وغوړوي.
په وروستيو ورځو کې خپرو شويو شمېرو وښوده چې د چين صادرات په جولای مياشت کې ۸٪ ښکته شوي دي.
دې خبر هغه اندېښنې لا پسې زياتې کړې، چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د چارشنبې پر ورځ د چين د اقتصاد کمزوري کېدو په اړه وروسته له هغه نورې نښې نښانې هم رادبره شوې چې شمېرو وښوده په جولای مياشت کې د تېر کال د همدې مودې پرتله توليدات ۶٪ سلنه زيات شوي دي.
د توليداتو دا کچه له هغه څه کمه وه چې له وړاندې يې اټکل کېده او په جون مياشت کې هم د توليداتو کچه له ۶.۸٪ کمه وه.
په بنسټيزو چارو کې حکومتي لګښتونه د روان کال د لومړۍ نيمايي لپاره ۱۱.۲٪ ته زيات شوي خو بيا هم دا د ۲۰۰۰ کال ډسمبر مياشتې راهيسې تر ټولو ښکته کچه ده.





















