د ګوجرات تاوتريخوالي کې درې کسان وژل شوي

چارواکی وايي د هند ګوجرات کې د پټېل ټولنې د لاريونونو پر مهال دری کسان وژل شوي دي او سيمه کې په لوي شمېر زيان اوښتی دی.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي د دې هېواد په ګوجرات کې د پټېل ټولنې له پلويانو د امن او سولې غوښتنه کړې ده.
ښاغلي مودي ويلي "په تاوتريخوالي کې د هېچا ګټه نشته"
وړاندې د هند په لوېديځ ګوجرات ايالت کې د تاوتريخوالي راپورونه ورکړل شوي وو او په سيمه کې د پټېل ټولنې لږ تر لږه ۳۰۰۰ غړو د غوره چلند په خاطر لاريون کړی و.
د پټېل ټولنې د لاريون مشري ۲۱ کلن هاردک پټېل کوله، د پوليسو له خوا د ده له نيولو وروسته په ډېرو سيمو کې د زور زياتي پېښو خبرونه ورکړل شوي دي.
هاردک پټېل په خپلو خبرو کې ويلي وو "که تاسو زموږ حق نه راکوي په زوره يې اخلو"
ويل کېږي د پټېل ټولنه له اقتصادي پلوه ځواکمنه ده خو په احمد اباد ښار کې د دوی مظاهره کوونکو د هند د نورو نسبتا بې وزلو ټولنو په څېر د برخو غوښتنه کړې ده.
راپورونه وايي مظاهره کوونکو ۵۰ موټر ویجاړ کړي او له نورو ټولنو سره په نښتو کې یې پر یو بل د تیږو ګوازرونه هم کړي دي.

د عکس سرچینه، PTI
د بي بي سي اردو خبريال انکور جين وايي د ګوجرات ښار احمد اباد په مکمل ډول بند شوی په ښار کې په لوی شمېر پوليس او پوځيان ګومارل شوي دي.
دی وايي په سيمه کې انټرنېټ او د موبايل خدمتونه، ښوونځي، ترانسپورتي سيستم ټول بند دي.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي په خپل خپاره کړي پيغام کې ويلي وو، "تاوتريخوالي کې د هېچا ګټه نه شته" او ده له خلکو غوښتي چې له زور زياتي لاس واخلي"
ويل کېږي د پټېل ټولنې غړو او پلويانو ۵۰ بسونو او موټرو ته اور اچولی دی.
حکومت د تاوتريخوالي راکمولو لپاره موبايل او انټرنيټي خدمتونه بند کړي دي.
ويل کېږي په ګوجرات کې د پوليسو لسو پوستو ته هم اور اچول شوی او په ځينو سيمو کې د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ شخړې رامنځ ته شوې دي.
د ګوجرات ۲۰ سلنه اوسېدونکي د پټېل قوم غړي دی.





















