د پي کې کې په برید کې ترکي سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د ترکیې په سويل ختیځ حکار ولایت کې د کردي سختدریځې پي کې کې ډلې په برید کې د دغه هېواد د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
د کردستان کارګر ګوند سختدریځې ډلې (پي کې کې) د یوې اعلامیې په ترڅ کې د دغه برید مسولیت منلی دی.
ترکیې رسنیو خبر ورکړی چې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اغلو د کابینې بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې.
په عراق کې د پي کې کې پر ځای ځایګو د ترکي ځواکونو له خوا د بریدونو له کبله د دواړو غاړو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د یکشنبې په ورځ ترکي رسنیو رپوټونه خپاره کړل، چې د داګلیکا له کلي نه د دغو ځواکونو موټر تېرېدل چې بمي چاودنه پرې وشوه.
د پي کې کې په اعلامیه کې راغلي، چې ۱۵ سرتیري وژل شوي او د دوی وسلې هم ضبط شوې دي، خو د ترکیې دولت د وژل شو کسانو شمېره تایید نه کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه تلویزیوني پیغام کې وویل، چې دغه برید ته به 'پريکنده ځواب' ور کړي.
مخکې تر دې د یوې بلې پېښې په اړه رپوټونه خپاره شوي وو، چې د ترکیې د پولیسو دوه چارواکي د دیاربکر په ولایت کې وژل شوي او ویل کېږي چې دا برید د پي کې کې ډلې له خوا ترسره شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
د رپوټ پر بنسټ دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې موټر یې په توغندي وویشتل شو.
د دغه برید په ترڅ کې د پولیسو نور ځواکونه هم ټپیان شوي.
د ترکي ځواکونو او پي کې کې ډلې ترمنځ جګړو کې تر دې مهاله ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.






















