افغانې سیاستوالې د کاناډا پارلمان ته لار موندلې

د لیبرال ګوند مشر جسټن ټروډیو په ۱۸۹ ټاکنیزو حوزو کې برلاسی دی
د عکس تشریح، د لیبرال ګوند مشر جسټن ټروډیو په ۱۸۹ ټاکنیزو حوزو کې برلاسی دی
د خپرېدو وخت

د کاناډا پارلماني ټاکنو جزوي پایلې ښيي، چې اپوزیسیون لېبرال ګوند بریا تر لاسه کړې ده.

علي احساسي
د عکس تشریح، علي احساسي

دې سره د کنزرويټیو یا محافظه کار ګوند نهه کلن واک پای ته رسیدلی دی.

د لیبرال ګوند مشر جسټن ټروډو په ۱۸۹ ټاکنیزو حوزو کې برلاسی دی.

کاناډا کې د بي بي سي او سي ټي وي له وړاندوینې سره سم داسې ښکاري، چې د پخواني لومړي وزیر پيئیر ټروډو زوی جسټن ټروډو به وتوانیږي اکثریتي حکومت جوړ کړي.

بل لور ته د محافظه کار واکمن ګوند لومړي وزیر سټېفن هارپر، چې په ۱۰۲ ټاکنیزو حوزو کې مخکښ دی، خپله ماتې منلې ده.

د رایې کارونې بهیر له پای ته رسیدو وروسته ښاغلي هارپر وویل، وار له مخه یې ټورډیو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی او دا چې ''کنزرویټیو ګوند به بې له شکه ماتې ومني''

د افغان توکمې کاناډايۍ بریا

نوموړې ۱۳ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستان نه د کاناډا پيټر برو ښار ته را کډه شوه.
د عکس تشریح، نوموړې ۱۳ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستان نه د کاناډا پيټر برو ښار ته را کډه شوه.

د کاناډا په پارلماني ټاکنو کې په لومړي ځل یوې افغانې مېرمنې مریم منصف هم د لېبرال ګوند له لوري پارلمان ته لار موندلې.

اغلې مریم د کاناډا د پيټربرو کاوراتا سیمې نه پارلماني ټاکنو ته کاندیده وه.

دا لومړی ځل دی چې له دغې سیمې یوه مېرمن د کاناډا پارلمان ته بریالۍ شوې.

نوموړې له تېرې یوې لسیزې راهیسې په کاناډا کې مدني فعاله وه.

نوموړې ۱۳ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستان نه د کاناډا پيټر برو ښار ته را کډه شوه.

نوموړې له ټرېنټ پوهنتون نه په ساینس کې لوړې زده کړې کړي.

مریم منصف د خپل ټولنیز فعالیت په ترڅ کې د افغانو مېرمنو لپاره هم ګڼې هلې ځلې کړي.

د سي بي سي رپوټ کې ویل شوي دي، چې داسې معلومیږي، کیڼ اړخه نیوډیموکراتیک ګوند به د هغو ۵۴ څوکیو یو په درېیمه برخه له لاسه ورکړي، چې دوی په تېرو پارلماني ټاکنو کې تر لاسه کړې وې.

د اکثریت حکومت جوړلو لپاره باید یو ګوند د ۳۳۸ پارلماني څوکیو له جملې نه ۱۷۰ څوکۍ تر لاسه کړې.

په لویدیځ ایالت کې د لومړنیو شمېرو له مخې لیبرال ګوند ۳۲ څوکیو سره مخکښ دی.

د رایو پایلو له اعلان سره هممهاله د کنزرویټیو ګوند د عدلیې پخواني وزیر پېټر مېکې وویل:

''داسې ښکاري، چې دلته یو لوی بدلون راغی، اتلانتیک کانډا کې موږ تل مخکښ وو، خو هغسې چې مو تمه درلوده، و نه شول''

کنزرویټېو ګوند سره اوس داسې اندېښنه ده، چې اتلانټیک کاناډا کې به ټولې ۱۳ څوکۍ وبایلي، چې د ۲۱۰۰ کال ټاکنو کې یې خپلې کړې وې.

د لیبر لپاره ناڅاپه حالت بدل شوی دی. له ټاکنو مخکې دوی یوازې ۳۶ څوکۍ درلودې، خو اوس تمه کېږي، چې دوی به د کابینې لپاره اکثریتي څوکۍ تر لاسه کړي.

دغه ټاکنې د کاناډا تاریخ کې تر ټولو اوږدې او سختې بللې کېږي.

د ټاکنیز کمپاین بهیر کې کاندیدان د هېواد په لر او بر کې وګرځیدل او له رایې ورکونکو یې وغوښتل، چې خپلې رایې وکاروي.