مصر: مسجد الحسین ''عاشورا کې د شیعه خرافاتو مخنیوي په موخه'' بند شوی

د عکس سرچینه، na
د مصر اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړه چې قاهره کې د شیعه ګانو درېیم امام ته منسوبه زیارت به تر شنبې ورځې پورې بند وي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه یې د عاشورا په ورځ د شیعه ګانو د خرافاتي اعمالو د مخنیوي په موخه کړې، چې په اسلام کې هېڅ ځای نه لري''.
د شیعه ګانو د ځینو مذهبي روایتونو پربنسټ، په کربلا پېښه کې د شیعه ګانو درېیم امام تر وژل کېدو وروسته د قاهرې په یاد زیارت کې خښ کړل شوی دی.
د مصر د اوقافو وزارت په وینا، د مسجد الحسین بندول د ځینو ''ستونزو'' راپیدا کېدو له کبله وو، او د مصر اوقافو وزارت به اجازه ورنه کړي چې هلته خرافاتي کړنې وشي.
مصري شیعه ګان، چې د هېواد لږکي دي، په وروستیو کلونو کې د ځینو بنسټپالو ډلو له خوا په نښه شوي دي.
د ۲۰۱۳ کال په مني کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې، د قاهرې سوېلی جیزه کې څلور مصري شیعه ګان د یوې سلفي ډلې له خوا ووژل شول.
په وژل شویو کې، د حسن شحاته په نامه د مصري شیعه ګانو یو مشر هم و.
د مصري شیعه ګانو یوې وتلې څېرې احمد راسم النفیس بي بي سي عربي څانګې ته په خبرو کې وویل، د هېواد د اوقافو وزارت وروستی ګام ''خپلسری، غیر منطقي او بې دلیله'' دی.
د هغه په وینا ''د اوقافو وزارت پرېکړه غبرګون نه دی، ځکه چې د مصر شیعه ګانو د عاشورا لپاره د هېڅ ډول مراسمو ترسره کولو نیت نه درلود''.
ښاغلی النفیس وايي: ''هر کال په عاشورا مراسمو کې مصري چارواکي سره نژدې کېږي. شیعه ګان په خطر کې دي او خلک ښکنځا ورته کوي''.
خو د مصري شیعه ګانو یو بل مشر عماد قندیل که څه هم د اوقافو وزارت له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، خو وايي چې درناوی ورته لري.
د ښاغلي قندیل په وینا، اړوندو مصري چارواکو په پنجشنبې د لمانځه پرمهال خلک له مسجد الحسین نه وایستل.
ددغه جومات په شاوخوا کې هر کال د عاشورا په ورځو کې امنیتي تدابیر نیول کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې مصري چارواکي ددغه ځای د بندولو پرېکړه کوي.
مسجد الحسین د قاهرې په پخوانۍ برخه کې دی چې د فاطمیانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی.





















