''مکسيکو کې توپان ښايي مالي او ځاني زيانونه واړوي''

د عکس سرچینه، AFP
د مکسيکو ولسمشر خبرداری ورکړی د پاتريشيا توپان چې سخت باران ورسره مل دی کيدای شي د سيلابونو او ځمکې ښووېدو لامل وګرځي.
ولسمشر انريک پينا نيتو ويلي دا د امريکا په لويه وچه کې تر ټولو پياوړی توپان دی او تر اوسه يې له هغه څه لږ زيان اړولی چې مخکې يې وېره وه.
د متحد ايالتونو هوا پېژندې ادارې دغه توپان د پنځمې درجې بللی، چې په خبره يې تر ټولو لوړه درجه ده.
دغه اداره وايي د توپان چټکتيا په ساعت کې ۲۶۵ کيلومتره اټکل شوې ده.
پاتريشيا توپان چې ويجاړوونکی باد او باران ورسره دی د مکسيکو لويديځې څنډې ځپلې، خو د لويو ويجاړيو مخه نيول شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP
توپان د مکسيکو د شمال او شمال ختيځ پر لوري روان دی.
د مکسيکو له کوليما سيمې راپورونه وايي چې دغلته په يو شمېر ځايونو کې ځمکې ښووېدلي او ونې چپه شوې دي.
حکومت هغه سيمې له خلکو تشې کړې او اوسېدونکي يې خوندي ځايونو ته رسولي چې د پاتريشيا توپان د ورتلو وېره وه.
د مکسيکو د طبيعي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي په دغو سيمو کې شاوخوا ۴۰۰زره کسان اوسېږي.
حکومت ځپل شويو سيمو ته د لومړنيو اړتيا وړ توکو رسولو چمتووالی لري او خلکو ته ويل شوي چې په خوندي ځايونو کې واوسي.

د عکس سرچینه، AFP





















