له اولمپیک سیالیو مخکې د زکا ویروس مخنیوي پلان اعلان شو

د عکس سرچینه، AFP
برازیل چارواکو د اولمپیک لوبو پر مهال د زکا ویروس خپریدو د مخنیوي لپاره پلان اعلان کړی.
د دغې ناروغۍ خپرېدو له کبله، چې له غوماشو رامنځته کېږي، په برازیل او شاخوا هېوادونه کې اندېښنې راپورته شوې دي.
دغه ویروس د غوماشو په وسیله خپریږي او له کبله یې د ماشومانو زېږون کې نیمګرتیاوې لیدلې شوې.
چارواکي وايي ریو کې به د سږ کال اولمپیک لوبو له پیله څلور میاشتې مخکې ارزونه پیل شي او د غوماشو پیدا کېدو سرچینې به له منځه یوړلې شي.

د عکس سرچینه، Thinkstock
دوی وايي، دې سره به د سیالیو پر مهال هم نظافت ته پام کېږي.
خو وايي د لوبغاړو روغتیا ته په پام سره به د غوماشو وژلو لپاره یوازې په یو شمېر ځانګړو سیمو کې لوګي خپریږي.
چارواکي وايي دغه لوبې د اګست میاشت کې داسې مهال تر سره کېږي، چې وايي، لږ غوماشي پیدا کېږي او په دغه ویروس د اخته ناروغانو شمېر هم لږ شي.
دغه ویروس ایډیز جیپټي نومي غوماشي د چیچلو له کبله د انسانو بدن ته داخلیږي.
د همدې غوماشې له کبله ډينګي تبه او چکنګنیا ' په تودو هېوادونو کې د غوماشو له کبله خپرېدونکې ناروغي ' هم خپریږي.
دغه ناروغي لومړی ځل ۱۹۴۰ کال کې افریقا کې کشف شوه او اوس د لاطین امریکا هېوادونو کې خپریږي.

د عکس سرچینه، Divulgacao
ساینسپوهان وايي د دغې ناروغي له مایکرو سیفیلي سره د اړیکي ثبوتونه موندل شوي او له همدې کبله د کوچنۍ ککرۍ لرونکي ماشومان زیږي.
د زکا ویروس له کبله ناروغ په تبه اخته کېږي یا یې هم پر بدن دانې خیږي، خو وايي معمولاً یې علامات نه لیدل کېږي او تر اوسه د د غې ناروغۍ دارو درمل هم نه شته.
یوازینی حل چې تر اوسه د دغې ناروغۍ مخنیوي کې ترې کار اخیستل کېږي، د هغو ولاړو اوبو له منځه وړل دي، چې د غوماشو نسل پکې وده کوي.
دغه ناروغي اوسمهال تر ټولو ډېره په برازیل کې لیدله کېږي، چې دغه هېواد کې له کوچنۍ ککرۍ سره د ماشومانو زېږېدنې لړۍ روانه ده.
له اکتوبر میاشتې تر اوسه دغه ډول څلور زره ماشومان زېږېدلي دي.
امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو کې د عامې روغیتا چارواکو مېندوارو مېرمنو ته مشوره ورکړې، چې برازیل ته سفر و نه کړي.





















