د ایران په سر اختلاف د اوباما او سلمان پر خبرو سیوری غوړولی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ریاض کې د سعودي له پاچا سلمان سره د دواړو هېوادونو د ترینګلتیا کمولو په تړاو خبرې کړې دي.
له بارک اوباما سره په دې سفر کې ملګری د بي بي سي یو خبریال جان سوپل وايي، د ایران د اتومي هوکړې په تړاو د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف ژور دی، او دواړه باوري دي چې مقابل لوری باید د "اسلامي دولت" ډلې پرضد ډېرې هڅې وکړي.
پر ایران د اقتصادي بندیزونو لیرې کېډو له کبله د واشنګټن د ملاتړ په خاطر د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.
اوباما، د تېرې چارشنبې په ورځ له ولسمشر کېدا وروسته په څلورم رسمي سفر ریاض ته ولاړ، چې شاید له سپینې ماڼۍ وتلو وړاندې یې وروستی خبر وي.
له اوباما سره د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر ویلي، دواړه هېوادونه د ایران د هغو فعالیتونو د مخنیوي په تړاو په پوځي او سمندري چارو کې د همکارۍ په لټه کې دي، چې وايي د ایران فعالیتونه سیمه ناامنه کوي.
دی وايي، په سیمه کې د ایران د خوځښتونو د مخنیوي په خاطر، چې "اندېښنې یې راپارولې دي"، د خلیج هېوادونه پوځي همکارۍ ته اړتیا لري.
اوباما به له سعودي عربستان وروسته، د کویت، قطر، بحرین، اماراتو او عمان له چارواکو سره هم وګجوري او بیا به د اونۍ پای کې جرمني او بریتانیا ته ولاړ شي.

















