ايټاليا کې دوه افغانان د بريدونو د پلانولو په تور نيول شوي

د عکس سرچینه، EPA
د ايټاليا په جنوب کې پوليسو دوه افغانان په دې شک چې فرانسې، برېتانيا او ايټاليا کې يې د بريدونو پلان درلو نيولي دي.
په دې لړ کې د دريوو نورو افغانانو لټون روان دى، خو د ايټاليا خبري رسنۍ وايي کېداى شي د دوى څخه دوه يې بيرته افغانستان ته ستانه شوي وي.
د دواړو تورنو په موبايل ټيليفونونو کې موجودې ويډیو او عکسونه ددې ښودنه کوي چې هغوي بري( دايټاليا جنوب)، روم، پاريس او لندن کې د مهمو ځايونو په نښه کولو پلان درلود.
دا تورن د حکيم ناصري او گلستان احمدزي په نوم ياد شوي او عمرونه يې په ترتيب سره ٢٣ او ٢٩ کاله ښودل شوي دي.
د پوليسو لخوا څو خپرو شوو عکسونو کې ښاغلى ناصري ټوپک په لاس ښودل کېږي.
د ايټاليا پوليس شک کوي چې دې کسانو يوه داسې جهادي ډله جوړه کړې چې د اسلامي دولت نومې ډلې سره يې تړاو درلود.
پوليس دا هم وايي چې د تورنو کسانو سره داسې ويډیوگانې هم وې چې گوانټانامو کې دبنديانو خپلوانو او دوستانو ته يې پېرزوينې وړاندې کولې.

















