ده نیوز: هندۍ د خپل مېړه ګوتې پرې کړې

اوس دواړو ښځې او مېړه د یو بل پرضد عریضي کړې.
د عکس تشریح، اوس دواړو ښځې او مېړه د یو بل پرضد عریضي کړې.
د خپرېدو وخت

ده نیوز

یوې هندۍ ښځې د خپل مېړه ګوتې د هغې د تېلېفون د لیدلو په خاطر پرې کړې. دا په پاکستان کې د چاپیدونکې ده نیوز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د هندوستان په بنګلورو سیمه کې یوې ښځې په چاړه د خپل مېړه ګوتې پرې کړې ځکه چې مېړه یې پر هغې شک کاوه او د هغې تېلېفون یې لیده.

ورځپاڼې لیکلي چې د سنیتا سنګ مېړه چندرا پرکاش سنګ د معلوماتي ټکنالوژۍ مسلکي دی او کله یې چې له خپلې ښځې نه د هغې ګرځنده ټېلېفون وتښتاوه چې ویې ګوري هغې پرې د چړې ګوزار وکړ او ګوتې یې ورته پرې کړې.

اوس دواړو ښځې او مېړه د یو بل پرضد عریضي کړې.

د دوی له واده نه اوه کاله تېرېږي.

ایکسپریس ټریبیون

ورځپاڼه د ښاغلي رشید له خولې لیکي چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه نړیوال سازمانونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې اقتصادي زمینې برابرې کړي
د عکس تشریح، ورځپاڼه د ښاغلي رشید له خولې لیکي چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه نړیوال سازمانونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې اقتصادي زمینې برابرې کړي

پاکستان کې چاپیدونکې د ایکسپریس ټریبیون ورځپانه په یو مطلب کې لیکي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د افغانستان غاړې ته باید خوندي سیمې جوړې شي څو افغانان اړ نه شي چې پاکستان ته کډه شي.

ورځپاڼه د ښاغلي رشید له خولې لیکي چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه نړیوال سازمانونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې اقتصادي زمینې برابرې کړي او د پاکستان بنسټیز لومړیتوب دا دی چې له پاکستانه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شي او په خپلو ټولنو کې ورګډ شي.

ورځپاڼه د ښاغلي رشید له خولې وړاندې لیکي چې پاکستان خپل نړیوال مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی او افغانانو ته یې اجازه وکړې چې په پاکستان کې د څه باندې دریو لسیزو لپاره ژوند وکړي خو پاکستان چې په خپله څه باندې ۱۸۲ ملیون نفوس لري اوس غواړي چې افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شي او په دې برخه کې پاکستان له افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره له نژدې کار کوي.

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز په یوه مطلب کې لیکي چې په پام کې ده په څو ورځو کې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي ایران ته سفر وکړي او له ایران سره د چابهار تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې هند، افغانستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته لار پیدا کړي.

هندوستان ټایمز لیکي چې د چابهار بندر پر پاکستان د افغانستان تکیه کموي او د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د دریواړو هېوادونو یعنې افغانستان، هند او ایران ته ترمنځ به د توکو او خلکو تګ راتګ اسان کړي.

نیویارک ټایمز

ورځپاڼه لیکي چې له دې اقدام سره چې نن چهارشنبه به ترسره شي امریکایان، بانکونه او کمپنۍ وکولای شي چې د میانمار له مالي ادارو سره کاروبار وکړي.
د عکس تشریح، ورځپاڼه لیکي چې له دې اقدام سره چې نن چهارشنبه به ترسره شي امریکایان، بانکونه او کمپنۍ وکولای شي چې د میانمار له مالي ادارو سره کاروبار وکړي.

اوباما پر میانمر بندیزونه نرموي تر عنوان لاندې په یوه مطلب کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د اوباما ادارې پرون سې شنبې وویل دوی به پر میانمار لګولي ډېر بندیزونه لرې کړي.

ورځپاڼه لیکي چې له دې اقدام سره چې نن چهارشنبه به ترسره شي امریکایان، بانکونه او کمپنۍ وکولای شي چې د میانمار له مالي ادارو سره کاروبار وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د دې بندیزونو له لري کېدو سره به په میانمار کې اوسیدونکي امریکایان هم وکولای شي چې دغلته توکي په کرایه ونیسي یا واخلي خو په دې برخه کې شته قوانین به پرې نه پلي کېږي.

حسني مبارک

همدا نیویارک ټایمز ورځپانه په یو بل مطلب کې چې عنوان یې دی، د مصر د حسني مبارک عجیب او نه ختمیدونکی ناڅرګند حالت لیکي له ډېرو اړخو د پخواني واکمن حسني مبارک لپاره ژوند بد نه دی، د قاهرې له روغتون نه کور ته تېلېفون کولای شي، خلک یې په منظمه توګه لیدلو ته راځي، ورځپاڼې او له رستورانتونو ډوډۍ ورته راوړل کېږي، ښځه، دوه زامن او لمسیان یې لیدلو ته راځي او بله دا چې له روغتونه د نیل سیند ننداره کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ۲۰۱۵ کال د مې په میاشت کې یوه قاضي پرېکړه وکړه چې حسني مبارک د فساد له امله خپل درې کاله بند پوره کړ چې له دې سره له تخنیکي پلوه هغه آزاد شو خو دی تر اوسه هم په روغتون کې محدود ساتل شوی او د ده ناڅرګند حالت دوام لري.
د عکس تشریح، نیویارک ټایمز لیکي چې د ۲۰۱۵ کال د مې په میاشت کې یوه قاضي پرېکړه وکړه چې حسني مبارک د فساد له امله خپل درې کاله بند پوره کړ چې له دې سره له تخنیکي پلوه هغه آزاد شو خو دی تر اوسه هم په روغتون کې محدود ساتل شوی او د ده ناڅرګند حالت دوام لري.

ورځپانه لیکي چې په دې وروستیو کې د ۸۸ کالیزې پرمهال یې پلویان له روغتونه بهر ټول شوي وو، نڅاوې یې وکړې او د ده تصویر یې خوراوه چې په ځواب کې یې ښاغلي مبارک هم کړکۍ خلاصه کړه او لاس یې ورته وخوراوه، خو له دې هر سره سره حسن مبارک له روغتونه بهر نه شي وتلی.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ۲۰۱۵ کال د مې په میاشت کې یوه قاضي پرېکړه وکړه چې حسني مبارک د فساد له امله خپل درې کاله بند پوره کړ چې له دې سره له تخنیکي پلوه هغه آزاد شو خو دی تر اوسه هم په روغتون کې محدود ساتل شوی او د ده ناڅرګند حالت دوام لري.