د پاکستان د لومړي وزير د زړه "کامياب" عمليات ترسره شول

د عکس سرچینه، bbc
- Author, عادل شاه زيب
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
د پاکستان فدرالي وزير، عابد شير ويلي دي " د لومړي وزير نواز شريف د زړه عمليات په بريالي ډول ترسره شول.
په لندن کې له عملياتو وروسته بي بي سي سره خبرو کې عابد شير علي د عملياتو په اړه نور تفصيل ورنه کړ خو دې پوښتنې ته ترهغې چې نواز شريف په بشپړه توگه جوړيږي حکومتي چارې به څوک پر مخ وړي هغۀ وويل " ښاغلى شريف به خپله حکومتي چارې پر مخ وړي".
د نوموړي عمليات په لندن کې يو شخصي روغتون کى ترسره شوى. حکومت په بشپړه توگه د روغتون د نوم د نه ښودلو پرېکړه کړې.
چارواکي وايي ددې لپاره د روغتون نوم پټ ساتل شوى دى چې " د نواز شريف لوى شمېر مينه وال د روغتون مخې ته راغونډ نه شي او په دې ډول نورو ناروغانو ته د ستونزو پيدا کېدو مخنيوى وشي."
د نورو نه علاوه د پنجاب اعلى وزير شهباز شريف، د هغۀ زوى حسين نواز نوموړي سره په لندن کې دي.
ښاغلي شريف پرون د ويډيويي تماس له لارې د پاکستان د کابينې د غونډې مشري وکړه.

















