د هند یوه پارک کې لږ ترلږه ۲۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، VIVEK JAIN
هندي چارواکي وایي، د پولیسو او هغو سلګونو کسانو ترمنځ نښته کې چې یو پارک یې اشغال کړی و، د دوو پولیسو افسرانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي دي.
دا نښتې د اوتراپردېش ایالت په شمال لویدیځ ښار ماتورا کې شوي دي.
په دې نښته کې لږ ترلږه ۴۰ کسان ټپیان شوي هم دي.
د پولیسو د یوه ویاند په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دولتي ځواکونو هڅه کوله د یوې مذهبي ډلې غړي له دې پارک نه وباسي.
دغو کسانو دوه کاله وړاندې دا سیمه په غیر قانوني ډول اشغال کړې وه.

د عکس سرچینه، VIVEK JAIN
د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نژدې ۳۰۰۰ کسان له پولیسو سره په جګړې کېوتل.
د پولیسو دغه چارواکي په وینا، ځینې کسان د پولیسو په ډزو کې ووژل شول، خو لږ ترلږه ۱۱ نورو د ګازو ډبو په چاودنه کې چې د پخلي لپاره یې ترې کار اخسته، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
خبري اژانسونو د څه دپاسه ۳۷۰ کسانو د نیول کېدو راپور ورکړی دی.
دا کسان چې تر ډېره د یوه مذهبي مشر پیروان و، په دې وروستیو کې یې ځانونه "انقلابیان" بلل او د هند اساسي قانون کې یې د بدلون غوښتنه کوله.
هغوی له چارواکو غوښتي و چې هند کې د ولسمشر او لومړي وزیر څوکۍ دې لمنځه لاړې شی.
دې ډلې غوښتنه کړې وه چې ۴۰ لیټره پټرول دې به یوه روپۍ وپلورل شي.





















