نړیوالو ته د محمد علي جنازې کې د ګډون بلنه ورکړله شوې

د عکس سرچینه، AP
د سوکوهنې پخواني نړیوال اتل محمد علي کورنۍ ویلي د جنازې او خاور ته سپارلو پراخ مراسم به د جمعې په ورځ وي، چې وايي د نړۍ له هر ګوټه د هغه مینه وال کولای شي هغه سره خدای په اماني وکړي. د جنازې مراسم به د محمدعلي په پلرني ښار لویسویلې کې وي او پخوانی امریکايي ولسمشر بل کلینټن به هغه ته درناوی وړاندې کړي. تمه کېږي، چې ټوکمار بل کریستال او سپورتي خبریال بریانت ګومبیل به هم ویناوې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty
د سپورت نړۍ دغه وتلي ستوری د جمعې په ورځ د سیپټیک شاک نومي ناورغۍ له کبله ومړ.
د جمعې په ورځ به د نوموړي د کورنۍ غړي د جنازې په ځانګړو مراسمو کې برخه واخلي. محمدعلي چې درې ځله یې د درانه وزن سوکوهنه کې نړیواله اتلولي تر لاسه کړې وه او د سپورت نړۍ له خورا مشهورو شخصیتونو کې شمېرل کېده، پونیکس کې ومړ او دوو راتلونکو ورځو کې به یې جنازه کینټاکي ته راوړله شي.
نوموړی به کافهیل ښارګوټي کې خاورو ته وسپارل شي، چې هغه ۱۹۴۲ کال کې پکې زېږېدلی و. د علي کورنۍ ویاند باب ګونیل وايي:
''هغه د نړۍ د هر ګوټ تبع و او موږ له همدې کبله غواړو د ژوند هرې لارې اړوند خلکو ته د هغه جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړو.''
د جنازې مراسم به کي ایف سي یوم سینټر کې ادا شي، چې پکې وايي د ۲۰ زره کسانو لپاره ځای شته او تر دغه ځایه به د نوموړي مړی د لویسویلې هغو واټونو له لارې ولېږدول شي، چې د هغه په نوم دي او هدغه ښار یوه برخه کې ۱۹۶۰ کال کې د هغه اولمپیک سروزرو مډال تر لاسه کولو بریا لمانځله شوې وه.

د عکس سرچینه،
د ښاغلی ګونیل په خبره: '' څرګنده ده، چې محمدعلي د خلکو اتل و او د هغه جنازه کې به هم د ژوند ټولو برخو، مذهبونو او شالیدلرونکو ګډون له خلکو سره د هغه نژدې والی څرګند کړي.''
ګونیل وايي علي د جمعې په شپه نهه بجې او ۱۰ دقیقې ومړ او وتوانید خپلې مېرمنې او اولادونو سره خدای په اماني وکړي، چې وروستیو شېبو کې ورسره موجود وو.
د سپورت نړۍ دغه وتلي شخصیت د مړینې په مناسبت د نړۍ له هر ګوټ نه د خواخوږۍ پیغامونه لیږل شوي او پیغام لېږونکو کې د امریکا ولسمشر براک اوباما او مشهور سوکوهنکی جارج فورمین هم شامل دي.
نوموړی د تنفسي ناروغۍ له کبله دوې ورځي د اریزونا ایالت روغتون کې بستري و او د پارکنسس نومي ناروغۍ له کبله یې تکلیف نور هم ډېر شوی و. د ولسمشر اوباما په خبره: '' علي نړۍ ولړزوله ''
بل لور ته جارج فورمین وايي، علي تاسې اړکولئ، چې مینه ورسره وکړئ.
له سپینې ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر اوباما ویلي، چې دی او مېرمن یې مېشل اوباما دوعا کوي، چې د باکسنګ نړۍ دغه ستر شخصیت روح ابدي کرار کې اوسي.
'' د دغې نړۍ د بل هر انسان په توګه زه او میشل هم د دغې مړینې له کبله خواشیني یو، خو موږ د خدای شکر ادا کوو، چې له نژدې نه یې د دغه ستر شخصیت د پېژندلو فرصت را کړ که څه هم دغه فرصت یو څو شیبې وې.

د عکس سرچینه،
موږ د خدای شکر ادا کوو، چې دغه ستر لوبغاړی زموږ په وخت کې نړۍ کې موجود و او زموږ زمانې ته یې ځلا وبښله''.
ښاغلی اوباما وايي، ''محمدعلي د مارټن لوترکینګ او نېلسن منډیلا غوندې شخصیتونو په کتار کې ولاړ شخصیت و، چې دوی هغه مهال د تورپوټکو د حقونو غږ پورته کړ، چې ډېرو نور و نه شوای کړای داسې وکړي.
تر دې چې د سوکوهنې له ډګره د بهر مبارزې له کبله محمدعلي د خپل ولسي محبوبیت او اتلولیو بیه هم لنډه کړه. د اوباما په خبره د ویتنام جګړې له تلو د انکار له کبله ښي اړخه او کیڼ اړخه ډېر کسان د هغه دښمنان شوو، هغه ته یې بد رد ویل او ان زندان ته د هغه د لېږلو پلويتوب یې کاوه، خو هغه پر خپلو پښو ولاړ و او بیا د هغو کسانو پر وړاندې د محمدعلي د بریالیتوب له کبله موږ هغه امریکايي ټولنه کې د اوسېدو حوصله وموندله، چې نن زموږ پېژندګلوي ده.''





















