BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د راشد خان او عظمت الله عمرزي نومونه د ای سي سي نوې درجه بندۍ په لومړي سر کې راغلي

    افغان ستوری راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په تازه درجه بندۍ کې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د توپ ویشتونکو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی. ده په یو ورځنیو لوبو کې د ۷۱۴ نومرو او په شل اوریزو لوبو کې د ۷۲۰ نومرو په ترلاسه کولو نور سیالان شاته کړي دي. دی له دې وړاندې هم په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لرونکی توپ ویشتونکی و، خو یو ورځنیو لوبو کې له یوې مودې وروسته بېرته دې ځای ته راورسېد.

  • د طالبانو حکومت وايي‌ پر "یوناما د برید پلان" یې شنډ‌ کړی، د "مقاومت جبهې" نوم ډلې ورسره خپل تړاو رد کړی

    د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي څلور مشکوک کسان یې نیولي چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دفتر د چاودنې پلان درلود. دا وزارت ادعا کوي چې دغو کسانو د 'مقاومت جبهې' په نامه د دوی له یوې مخالفې ډلې سره تړاو درلود. خو د 'مقاومت جبهې' دا تورونه رد کړي او په دې تړاو یې له ملګرو ملتونو د ناپیېلې څېړنې غوښتنه کړې ده.

  • د همالیا یوه ښکلې مرغۍ د بشري فعالیتونو له امله خپل غږ بدلوي

    د هندي څېړونکو دوو څېړنو موندلې چې د بشري فعالیتونو چټک زیاتوالی د همالیه غرونو کې د یوې ځانګړې مرغۍ د ژوند او اړیکو پر څرنګوالي اغېز کوي.

  • څنګه ساینس د یوې ښځې د میندوارۍ هیله پوره کړه؟

    له تخمدانونو د هګۍ تولیدوونکي نسج برخې په جراحۍ لرې کېږي. دغه نسجونه په لابراتوار کې ساتل کېږي او کنګل کېږي، تر هغو چې ناروغه د ماشومانو د لرلو لپاره چمتو شي. کله چې دغه نسج بېرته د ناروغ بدن ته انتقالېږي، پروسه یې تر یوه حده د پوستکي د پیوند په څېر ده. کله چې ویلې شوی نسج بېرته د پاتې تخمدانونو پر سر یا نژدې ځای کې کېښودل شي، تمه کېږي چې له شاوخوا وینې رګونو سره بېرته وصل شي او تخمدانونه هره میاشت د یوې هګۍ خوشې کول پیل کړي.

  • له اشغال شوي ختیځ بیت المقدسه بریتانوي ډیپلوماتان ایستل کېږي

    اسرائیل وايي چې ډېری ډیپلوماتان به په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا کونسلګري پرېږدي، خو بریتانیا ټینګار کوي چې ودانۍ په بشپړه توګه "نه تړل کېږي" او د "بریتانیا د ماموریت" په توګه به خپلو چارې روانې وساتي.

  • ادبیاتو کې د نوبل سږنۍ جایزه کاناډايۍ شاعرې او لیکوالې ان کارسن ته ورکړل شوه

    ۷۶ کلنه کارسن د داسې اثارو له امله ستایل کېږي چې ډېر وخت د شعر، داستان او څېړنې ترمنځ پولې ماتوي.

  • چا د سوریې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي؟

    سوري رسنیو او خپلواکو شنونکو د دغه هېواد د ګازو پر نللیکو او د انرژۍ پر بنسټونو له بریدونو او چاودنو وروسته، د دغو پېښو د عاملینو او موخو په اړه بېلابېلې ارزونې خپرې کړې دي.

  • د عمران خان د پلویانو لاریون؛ نن د خیبر پښتونخوا ایالتي کابینې غونډه رابللې

    د خیبر پښتونخوا ایالتي یا صوبايي کابینې غونډه رابللې چې تمه ده، د عمران خان د پلویانو لاریون ترڅنګ به په بېلابېلو مسئلو خبرې پکې وشي. له اسلام اباده د بي‌بي‌سي خبریال افتخار خان وايي چې د تحریک انصاف په مشرۍ دا لاریون یا لانګ مارچ تېره شپه د خیبر پښتونخوا د پېښور اړوند متڼو سیمې ته ورسېد او ورپسې د خیبر په ګډون ځینو نورو سیمو ته هم روان دي.

  • د اکټوبر۷مه پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل۲۵م کال

    کابل کې د هوايي ګوزارونو غږونو هغه اوازې او خبرونه ریښتیا کړل چې د سپټمبر له۱۱مې وروسته په رسنیو کې خپرېدل. د بي۵۲ الوتکو لومړنۍ نښې په کابل، کندهار، جلال اباد او مزار شریف کې وې. بریدونه پر هوايي ډګرونو، پوځي مرکزونو او یو شمېر ولسي ځایونو وو. د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش لږ وروسته اعلان کړه چې د امریکا پوځ د ده په امر "په افغانستان کې د القاعدې پر ترهګریزو پنډغالو او د طالبانو د رژیم پر پوځي مرکزونو بریدونه پیل کړل."

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د هند د فلمي نړۍ مشهور ستوری نانا پاټېکر مړ شو

    د هند د فلمي نړۍ مشهور ستوری نانا پاټیکر، چې د خپل ځانګړي سبک او نه هېریدونکو رولونو لپاره یې د نړۍ لروبر د میلیونونو لیدونکو په زړونو کې ځای پیدا کړی و، د ۷۵ کلونو په عمر وفات شوی دی. د هند خبري اژانس پي‌ټي‌ای په وینا، پر نانا پاټیکر د پنجشنبې سهار وختي په ګوا ښار کې په خپل کور کې زړه حمله راغلې.

  • د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: په صوبه کې د هیڅ نویو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوم

    د خيبر پښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدی وايي، په صوبه کې به د هر ډول نویو پوځي عملیاتو مخه ونیسي. په خیبر سیمه کې د هغه لاریون ګډونوالو ته وینا کې، چې دوی 'د لانګ مارچ' نوم ورکړی، سهیل اپریدي وویل، وروستیو مذاکراتو سیاسي بڼه درلوده، خو په وینا یې ځينو کړيو غوښتل چې دوی د نورو پوځي عملياتو ملاتړ وکړي او په خبره یې دی به هېڅکله هم د دې چارې برخه نه شي. سهيل افريدي زياته کړه چې د تېر وخت پوځي عملياتو له امله د قبايلي سيمو خلک له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

  • څنګه پوهېږو چې یو متن انسان لیکلی که مصنوعي ځیرکتیا؟

    تاسو انټرنيټ لټوئ، نو پام مو یوې لیکنې یا کوم متن ته اوړي او هغه لولئ. خو کله مو فکر کړی چې د دغه متن اصلي لیکوال څوک دی؟ انسان دی که روباټ؟

  • پر تلو د خام پیاز ایښودل رښتیا ګټه لري؟

    "که زکام یاست، نو یوازې دې ته اړتیا لرئ چې پیاز پرې او د شپې له مخې یې په جرابو کې پر تلو کېږدئ." دا د یوې داسې ښځې ادعا ده چې د خپلې لور د ناروغۍ علایم بیانوي او په لاس کې سور پیاز نیولی دی. پر ټیک ټاک د دې مور دا خپره شوې ویډیو د خامو پیازو د بېلابېلو درملیزو ګټو په تړاو د ادعاوو یوه بېلګه ده، داسې ادعاوې چې وخت ناوخت پر ټولنیزو رسنیو مخ ته راځي.

  • د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي