'افغان پوځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات کړي دي'

د خپرېدو وخت

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په ختيځ ولایت ننګرهار کې يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ګوشتې ولسوالۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړي دي.

د ننګرهار ولایتي ادارې او د افغانستان ملي دفاع وزارت پرون ماښام (۲۴ زمری/ اګست ۱۴) خبرپاڼې خپرې کړې دي چې پکې ويلي يې دي، په شويو پوځي تطبيقاتو کې پليو، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او بېلا بېلو وسلو نه پکې کار اخیستل شوی دی.

چارواکي وايي، د پوځ لوی درستيز د یو شمېر نورو پوځي جنرالانو په ملتيا د ګوشتې په ګوڅړۍ سيمه کې دا پوځي تمرینات له نژدې لیدلي دي.

د پوځ لوی درستيز یاسین ضياء ويلي، د دوی دا پوځي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري، همدا چې دوی له خپلې خاورې په هر حالت کې دفاع کولی شي او ورته چمتو دي.

دا مانورې د اګست پر څوارلسمه یاني د پاکستان د خپلواکۍ ورځې سره هممهال کېږي او دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو، توغندیزو بريدونو او د پاکستاني ملیشو لخوا د ادعا شوي مخکې راتګ په غبرګون کې ولسي لاريونونه وشول او پر افغان حکومت يې نيوکې وکړې چې ګواکې په دې مسله کې د لاریونوالو په خبره، غلی پاتې شوی دی.